او یوازې هغه لره دي څه چې آسمانونو کې دي، او یوازې هغه لره دي څه چې په ځمکه کې دي په ملکیت، پېدایښت او اندازه کولو سره، ټول هغه څه چې آسمانو کې دي او ټول هغه چې په ځمکه کې دي د ده له مخلوقاتو څخه ده ته غاړه ايښودونکي او د ده امر ته تسلمېدونکي دي.
د هغوی د لار ورکۍ لامل په دلايلو کې کموالی او د هغو نه بيانول نه دي، بلکې هغه د نفسي غوښتنو پيروي او د هغوی له لوري پر هغوی د الله د حق په اړه د ناپوهۍ له مخې د پلرونو پسې تګ دی، نو څوک به د لارښوونې توفيق ورکړي څوک چې الله لار ورکی کړی وي، هيڅوک هم توفيق نشي ورکولای او نه به هغوی لره مرستندويان وي چې د الله له عذابه يې وژغوري.