Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
51 : 30

وَلَىِٕنْ اَرْسَلْنَا رِیْحًا فَرَاَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوْا مِنْ بَعْدِهٖ یَكْفُرُوْنَ ۟

او که چېرې مونږ د دوی پر کرهنو او ګیاوو باد راولېږو چې برباد یې کړي پرې، نو دوی خپل کښتونه تک زیړ رنګي وویني پس له دې چې شنه وو، نو خامخا به دوی له دې لېدلو وروسته د الله تعالی په مخکینیو نعمتونو کفر کوي سره له زیاتوالي د نعمتونو. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 30

فَاِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟

لکه څرنګه چې ته مړو ته اورول نشې کولی او نه کوڼ ته اورول کولی شې، په داسې حال چې دوی در څخه لرې وي چې نور هم د دوی نه اورېدل ټینګ شي، نو همدا راز ته لارښوونه نشې کولای هغه چا ته چې د دوی په څېر وي په مخ اړولو او ګټه نه پورته کولو کې. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 30

وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِ الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟۠

او ته اوس د هغه چا سمې لارې ته په لارښوونه نشې بریالیکیدلی، څوک چې له سمې لارې څخه بې لارې شوی وي، نه شي اورولی دوی داسې اورول چې ګټه ترې واخلي مګر هغه څوک چې زمونږ پر آیتونو باور لري؛ ځکه همدا له هغه څه ګټه پورته کوي چې ته یې وایې، نو همدوی زمونږ امر ته غاړه ایښودونکي دي، ورته عاجزي کوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 30

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ ضُؔعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضُؔعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضُؔعْفًا وَّشَیْبَةً ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیْمُ الْقَدِیْرُ ۟

ای خلکو! الله هغه ذات دی چې تاسو یې له سپکو اوبو پېدا کړي یاست، بیا یې د ماشومتوب له کمزورتیا وروسته د سړیتوب قوت درکړ، بیا د سړیتوب د قوت وروسته بوډاوالی کمزوري کړئ، الله چې څه وغواړي له کمزورتیا او قوت څخه پېدا کوي یې، او هغه په هر څه پوهه دی، هېڅ هم ترې پټ نه دي، ځواکمن دی چې هېڅ یې نشي کمزوری کولی. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 30

وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُقْسِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۙ۬— مَا لَبِثُوْا غَیْرَ سَاعَةٍ ؕ— كَذٰلِكَ كَانُوْا یُؤْفَكُوْنَ ۟

او کله چې قیامت ترسره شي مجرمان به قسمونه خوري چې په په قبرونو کې مو له یو ساعت پرته نور وخت ندی تېر کړی، لکه څرنګه چې د هغه وخت پېژندلو څخه اړول شوي دي چې په قبرونو کې یې تېر کړي همدا راز په دنیا کې له حق څخه اړول شوي وو. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 30

وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَالْاِیْمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ اِلٰى یَوْمِ الْبَعْثِ ؗ— فَهٰذَا یَوْمُ الْبَعْثِ وَلٰكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

او له نبيانو او پرېښتو هغه کسان چې الله پوهه ورکړې وويل: بېشکه تاسو د الله په پخوانۍ پوهه کې ليکل شوي څه کې ځنډ وکړ، چې ستاسو له پيدايښته بيا ستاسو د دغې راپوته کولو تر ورځې پورې ده چې تاسو نټه ترې کوله، دا هغه ورځ ده چې خلک له قبرونو پکې پورته کيږي، خو تاسو نه پوهېدئ چې بېرته راپورته کېدل به ترسره کيږي؛ نو نټه مو ترې کوله.
info
التفاسير:

external-link copy
57 : 30

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟

نو په کومه ورځ چې الله تعالی مخلوقات د حساب او بدلې لپاره پاڅوي، ظالمانو ته به هغه عذرونه چې جوړوي هېڅ ګټه ونه رسوي، او نه به له دوی څخه په توبه ویستلو او الله ته په ورګرځېدلو د هغه رضا کول وغوښتل شي؛ ځکه چې وخت به یې تېر شوی وي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 30

وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَلَىِٕنْ جِئْتَهُمْ بِاٰیَةٍ لَّیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُبْطِلُوْنَ ۟

او بېشکه مونږ په دې قرآن کې خلکو لپاره -پر دوی د پام کولو لپاره- هر ډول مثال بیان کړی؛ څو دوی ته حق له باطل څخه څرګند شي، او که چېرې ته دوی ته راوړې -ای پېغمبره- په خپلې ریښتنولی باندې کوم دلیل نو خامخا به وایي هغه کسان چې کفر یې کړی: نه یاست تاسو په هغه څه کې چې راوړی مو دی پرته له باطل ویونکو. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 30

كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

د همدې ټاپې په څېر چې د دغو خلکو په زړونو وهل شوې کومو ته چې ته نښه راوړې نو ایمان پرې نه راوړي، ټاپه وهي الله په زړونو د ټولو هغو کسانو چې پدې نه پوهېږي چې څه تا راوړي هغه حق دي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 30

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلَا یَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِیْنَ لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠

نو صبر وکړه -ای پېغمبره- ستا د قوم په دروغجن ګڼلو تا لره، بېشکه تا سره د الله ژمنه په مرسته کولو او کلکولو کې شته، هېڅ شک پکې نشته، او تا دې بېړه کولو او د صبر پرېښودلو ته مجبوره نکړي هغه کسان چې باور نلري چې بیا ژوندي شي. info
التفاسير:
Inyungu dukura muri ayat kuri Uru rupapuro:
• يأس الكافرين من رحمة الله عند نزول البلاء.
د مصیبت پر مهال د الله تعالی د رحمت څخه د کافرانو ناهیلي کېدل. info

• هداية التوفيق بيد الله، وليست بيد الرسول صلى الله عليه وسلم.
د وس ورکولو (توفیق) لارښوونه د الله په لاس کې ده، نه د رسول صلی الله عليه وسلم په لاس کې. info

• مراحل العمر عبرة لمن يعتبر.
د عمر پړاوونه د هغه چا لپاره پند دی چې پند اخلي. info

• الختم على القلوب سببه الذنوب.
په زړونو د ټاپو لګېدلو لامل ګناهونه دي. info