ای مومنانو! تاسو د یهودو او نصاراوو سره خبرې او شخړې مه کوئ مګر په ښه اسلوب او ښایسته طریقې سره چې په وعظ او ښکاره دلائلو سره رابلل دي، پرته له هغو کسانو چې په ضد او لویي سره یې ظلم کړی، او ستاسو په وړاندې یې د جنګ اعلان کړی، نو دوی سره تر هغې جنګ وکړئ تر څو چې مسلمانان شي او یا هم په لاس جزیه (باج) ورکړي په داسې حال کې چې خوار او ذلیل وي، او یهودو او نصاراوو ته ووایئ: مونږ په هغه څه باور لرو چې مونږ ته الله تعالی کوم قرآن نازل کړی، او په هغه څه هم باور لرو کوم توارت او انجیل چې تاسو ته نازل شوی، او زمونږ او ستاسو معبود یو دی چې نه په الوهیت کې او نه په ربوبیت او کمال کې شریک لري، او مونږ یوازې همده ته غاړه ایښودونکي او ذلیل یو.
او لکه څرنګه چې مونږ تا څخه مخکې کتابونه نازل کړي دي همدا راز مو پر تا هم قرآن نازل کړی، نو ځینې له دوی څخه هغه کسان دي چې تورات لولي -لکه عبد الله بن سلام- او په دې هم ایمان لري؛ ځکه چې په خپلو کتابونو کې د ده ستاینه مومي، او له دغه مشرکینو څخه ځینې دي چې ایمان پرې راوړي، او پرته له هغو کافرانو چې عادت یې کفر او انکار د حق وي سره د څرګندوالي د هغه بل څوک پرې نه کافر کېږي.
او ای پېغمبره! له دې مخکې نه تا کوم کتاب لوستلو، او نه دې په ښي لاس څه لیکل؛ ځکه چې ته نالوستی وې، لوست او لیک دې نه کولو، او که چېرې تا لوست او لیک کولی نو هرومرو به نا پوهه خلک ستا د نبوت په اړه په شک کې پرېوتي وی، او دلیل به یې نیولی چې تا د پخوانیو کتابونو څخه لیکل کول.
بلکې دا پر تا نازل شوی قرآن څرګند آیاتونه دي د هغو مؤمنو خلکو په زړونو کې چې علم ورکړل شوی دی، او نه منکرېږي زمونږ له آیاتونوڅخه پرته له هغو ظالمانو چې په کفر او شرک سره یې پر ځان ظلم کړی.