او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، د قيامت په ورځ به يې هرومرو په نېکانو کې شامل کړو او له هغوی سره يوځای به يې راپورته کړو اود هغوی په شان بدلې به ورکړو.
او له خلکو ځينې وايي:موږ پر الله ايمان راوړی، خو کله يې چې کافران د ايمان له امله وځوروي؛ نو د هغوی ځورونه لکه د الله عذاب غوندې ګڼي او له کافرانو سره د يووالي په موخه له ايمانه اوړي او که ستا د پالونکي لخوا ستا مرسته وشي ای رسوله! - هغوی خامخا وايي ای مؤمنانو موږ خو په ايمان کې له تاسو سره وو- آيا الله پر هغه څه ښه پوه نه دی چې د خلکو په زړونو کې دي؟! او له هغه هيڅ هم له کفر او ايمانه پټ نه دي چې د هغوی په زړونو کې دي؛ نو هغوی څنګه الله پر هغه څه خبروي چې په زړونو کې يې دي سره له دې چې الله له هغوی هم ډېر ښه پوه دی چې د هغوی په زړونو کې دي.
او هغه کسان چې کفر يې کړی هغو کسانو ته به يې ويل چې يوازې پر الله يې ايمان راوړی: په دين او هغه څه کې زموږ پيروي وکړئ چې موږ پرې يو، موږ به ستاسو ګناهونه هم پر غاړه واخلو؛ نو يوازې موږ ته به سزا راکړل شي نه تاسوته، خو هغوی يې هيڅ هم له ګناهونو پر غاړه نه شي اخېستی او هغوی په دغه وينا کې يې درواغجن دي.
او پرته له شکه نوح مو د رسول په توګه خپل قوم ته يې ولېږلو، په هغوی کې يې نهه سوه پنځوس کاله وخت تېر کړ چې د الله يووالي ته يې رابلل، خو هغوی درواغجن وګڼلو او پر خپل کفر پاتې شول؛ نو هغوی طوفان ونيول په داسې حال کې چې هغوی پر الله د کفر او د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله ظالمان وو؛ نو په ډوبېدو سره تباه شول.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الأعمال الصالحة يُكَفِّر الله بها الذنوب.
د نېکو اعمالو له امله ګناهونه الله له منځه وړي.
• تأكُّد وجوب البر بالأبوين.
د مور او پلار سره په نېکۍ کولو ټينګار.
• الإيمان بالله يقتضي الصبر على الأذى في سبيله.
پر الله ايمان راوړل د هغه په لاره کې پر سختيو د صبر کولو غوښتنه کوي.
• من سنَّ سُنَّة سيئة فعليه وزرها ووزر من عمل بها من غير أن ينقص من أوزارهم شيء.
چا چې د بدې لارې بنسټ کېښود هغه لره به د بنسټ اېښودلو ګناه هم وي او نور څوک چې پر هغې عمل کوي د هغوی ګناه به هم وي پرته له دې چې د عمل کوونکو له ګناه څه کم کړل شي.