او ای مشرکانو که تاسو محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې درواغجن وګڼئ چې ورسره راغلی دی؛ نو پرته له شکه له تاسو مخکې امتونو لکه د نوح قوم، عادیانو او ثموديانو هم رسولان درواغجن ګڼلي دي او په رسول خو يوازې څرګنده رسونه ده، او د کوم څه په رسولو چې هغه ته امر شوی و هغه يې تاسو ته ورسول.
آيا دغو مشرکانو نه دي ليدلي چې الله څنګه په پيل کې د مخلوق پيداکول کوي بيا يې له منځه تلو وروسته بېرته راګرځوي؟! بېشکه دغه پر الله ډېر آسانه دي او هغه ځواکمن دی هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای.
او تاسو مو له پالونکي نه شئ پاتې کېدلی او نه يې له سزا څخه په ځمکه او نه هم په آسمان کې تښتېدلای شئ، او له الله پرته نه تاسو لره کوم دوست شته چې چارې مو سمبال کړي، او نه له الله پرته تاسو لره کوم مرستندوی شته چې د هغه سزا درڅخه لېرې کړي.
او هغه کسان چې د الله پاک له آيتونو او د قيامت په ورځ يې له مخامخکېدو انکار کړې، همدوی زما له رحمته ناهيلي شوي، هيڅکله به يې د خپل کفر له امله جنت ته ننه نه وځي، او همدوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب انتظار کوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الأصنام لا تملك رزقًا، فلا تستحق العبادة.
بتان د روزۍ واک نه لري؛ نو د لمانځلو وړ نه دي.
• طلب الرزق إنما يكون من الله الذي يملك الرزق.
روزي غوښتل يوازې له الله څخه کيږي چې د روزۍ څښتن دی.