او تابع کړي مو د شیطانانو نه ده لره هغه څوک چې غوپي به یې وهلې د ده لپاره په دریابونو کې راوېستلې به یې ملغلرې او نور شیان، او د دې نه پرته نور کارونه به یې ورله هم کوله لکه ابادي جوړول، او مونږ د دوی تعداد او کارونو لره ساتونکي (یادوونکي) وو، هیڅ شی راڅخه د دې نه نشي پاتي کېدلی.
او یاد کړه -ای پېغمبره- اسماعېل او ادرېس او ذو الکفل -علیهم السلام-، هر یو د دوی نه صبر کوونکی و په مصېبتونو باندې او ولاړ وو په کولو د هغه څه چې الله تعالی پرې مکلف کړي وو.
او داخل کړي وو مونږ دوی ټول په خپل خاص رحمت کې، نو مونږ دوی پېغمبران ګرځولی وو، او دوی مو جنت ته داخل کړی وو، بېشکه دوی د الله تعالی د هغو نېکانو بندګان څخه دي چې د هغه په تابعدارۍ یې عمل کړی، او د هغوی پټ او ښکاره برابر شوي.
د نېک اولاد د غوښتنې فضيلت، ترڅو د انسان له مړينې وروسته پاتې شي.
• الإقرار بالذنب، والشعور بالاضطرار لله وشكوى الحال له، وطاعة الله في الرخاء من أسباب إجابة الدعاء وكشف الضر.
په ګناه باندې اعتراف کول، او الله تعالی ته ځان محتاج ښکاره کول او هغه ته د خپل حالت شکایت کول، او د الله تعالی تابعداري کول د پراختیا او اسانتیا په وخت کې د دعا د قبلېدلو او د تکلېفونو د لرې کېدلو سببونه دي.