او بېشکه مونږ ورکړی و موسی او هارون -علیهما السلام- ته تورات چې جدایي راوستونکی و په ما بین د حق او باطل او حلال او حرام کې، او هدایت دی د هغه چا لپاره چې ایمان یې پرې راوړی، او پند او نصېحت دی د هغه چا لپاره چې د خپل رب څخه ویرېږي.
او دا قرآن کریم چې نازل شوی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې پند دی د هغه چا لپاره چې غواړي چې پند او نصېحت پرې واخلي، د ډېرې فایدې او خیر والا دی، نو آیا تاسې د دې سره لدې څخه انکار کوونکي یاست؟! په دې باندې اقرار کوونکي نه یاست، او نه په دې باندې عمل کوونکي یاست؟!
ابراهیم -علیه السلام- ورته ووېل: بلکې راتګ کړی ما تاسې ته په ریښتیا سره نه په ګپ سره، نو پس رب ستاسې رب د اسمانونو او د ځمکې دی هغه چې دا دواړه یې پیداکړي په نا اشنا شکل چې مخکې یې مثال نه و، او زه په دې خبره چې هغه رب ستاسې او رب د اسمانونو او د زمکې دی خامخا د ګواهي کوونکو څخه یم، او ستاسې د بوتانو په دې کې هیڅ برخه هم نشته.