Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Al-Mukhtaṣar fī Tafsīr Al-Qur`ān Al-Karīm ke bahasa Pasthun

Nomor Halaman:close

external-link copy
45 : 21

قُلْ اِنَّمَاۤ اُنْذِرُكُمْ بِالْوَحْیِ ۖؗ— وَلَا یَسْمَعُ الصُّمُّ الدُّعَآءَ اِذَا مَا یُنْذَرُوْنَ ۟

ته ووایه -ای پېغمبره-: بېشکه زه ویروم تاسې -ای خلکو- د الله تعالی له عذابه په هغې وحې سره چې ما ته یې زما رب کوي، او د حق نه کاڼه خلک نه اوري هغه څه چې دوی ورته رابلل کېږي په اورېدلو د قبلولو سره کله چې ورته د الله تعالی د عذابه وېره ورکېدلی شي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 21

وَلَىِٕنْ مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَیَقُوْلُنَّ یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

او که چېرته ورسېږي دې په تلوار سره عذاب غوښتونکو ته څه برخه ستا د رب د عذابه -ای پېغمبره- نو خامخا په دغه وخت کې به وايي: ای هلاکته او تاوانه زمونږ، بېشکه مونږ وو ظالمان د الله تعالی سره په شرک کولو او په دروغ ګنلو سره هغه څه لره چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 21

وَنَضَعُ الْمَوَازِیْنَ الْقِسْطَ لِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا ؕ— وَاِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ اَتَیْنَا بِهَا ؕ— وَكَفٰی بِنَا حٰسِبِیْنَ ۟

او د انصاف تلې د قیامت په ورځ د دې لپاره ږدو چې د دوی عملونه پرې وتلل شي، نو ظلم به نشي کېدلی په دغه ورځ په هیڅ یو نفس باندې په کموالي د نیکیو د هغه او یا په زیاتوالي د بدیو د هغه، او اګر که دا تلل کیدونکی شی ډیر لږ هم وي د اوري د دانې په اندازه نو هم به یې مونږ راوړو، او بس یو مونږ حساب کوونکي حسابوو عملونو د بندګانو زمونږ. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 21

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ الْفُرْقَانَ وَضِیَآءً وَّذِكْرًا لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ

او بېشکه مونږ ورکړی و موسی او هارون -علیهما السلام- ته تورات چې جدایي راوستونکی و په ما بین د حق او باطل او حلال او حرام کې، او هدایت دی د هغه چا لپاره چې ایمان یې پرې راوړی، او پند او نصېحت دی د هغه چا لپاره چې د خپل رب څخه ویرېږي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 21

الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَهُمْ مِّنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُوْنَ ۟

متقیان هغه کسان دي چې ویرېږي د خپل رب د سزا نه هغه رب چې دوی پرې اېمان لري سره لدې چې دوی نه دی لېدلی، او دوی د قیامت نه وېرېدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 21

وَهٰذَا ذِكْرٌ مُّبٰرَكٌ اَنْزَلْنٰهُ ؕ— اَفَاَنْتُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟۠

او دا قرآن کریم چې نازل شوی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې پند دی د هغه چا لپاره چې غواړي چې پند او نصېحت پرې واخلي، د ډېرې فایدې او خیر والا دی، نو آیا تاسې د دې سره لدې څخه انکار کوونکي یاست؟! په دې باندې اقرار کوونکي نه یاست، او نه په دې باندې عمل کوونکي یاست؟! info
التفاسير:

external-link copy
51 : 21

وَلَقَدْ اٰتَیْنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ رُشْدَهٗ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهٖ عٰلِمِیْنَ ۟ۚ

او بېشکه مونږ ورکړی وو ابراهیم -علیه السلام- لره دلیل د خپل قوم مقابل کې په وړوکوالي کې، او مونږ په دې باندې خبر وو، نو ځکه مو ورته ورکړل هغه څه چې دې یې مستحق وو زمونږ په علم کې د دلیل نه د خپل قوم مقابل کې. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 21

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَا هٰذِهِ التَّمَاثِیْلُ الَّتِیْۤ اَنْتُمْ لَهَا عٰكِفُوْنَ ۟

کله چې هغه خپل پلار آزر او خپل قوم ته ووېل: څه دي دا بوتان چې تاسې په خپلو لاسونو جوړ کړي، او هغه چې تاسې د هغوی په عبادت باندې ولاړ یاست؟ info
التفاسير:

external-link copy
53 : 21

قَالُوْا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا لَهَا عٰبِدِیْنَ ۟

قوم یې ورته ووېل: بېشکه مونږ موندلي خپل پلاران (مشران) چې د دوی بندګي یې کوله، نو مونږ یې هم بندګي وکړه د هغوی د پېروۍ له وجې. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 21

قَالَ لَقَدْ كُنْتُمْ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

هغوی ته ابراهيم وويل: پرته له شکه اي پيروي کوونکو تاسو او ستاسو پلرونه له حق لارې په څرګنده لار ورکۍ کې ياست.
info
التفاسير:

external-link copy
55 : 21

قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ اَمْ اَنْتَ مِنَ اللّٰعِبِیْنَ ۟

قوم یې ورته ووېل: آیا راغلی یې ته مونږ ته په ریښتیا سره کله چې تا ووېل هغه څه چې ودې وېل: او که ته ګپ لګوې؟. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 21

قَالَ بَلْ رَّبُّكُمْ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الَّذِیْ فَطَرَهُنَّ ۖؗ— وَاَنَا عَلٰی ذٰلِكُمْ مِّنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟

ابراهیم -علیه السلام- ورته ووېل: بلکې راتګ کړی ما تاسې ته په ریښتیا سره نه په ګپ سره، نو پس رب ستاسې رب د اسمانونو او د ځمکې دی هغه چې دا دواړه یې پیداکړي په نا اشنا شکل چې مخکې یې مثال نه و، او زه په دې خبره چې هغه رب ستاسې او رب د اسمانونو او د زمکې دی خامخا د ګواهي کوونکو څخه یم، او ستاسې د بوتانو په دې کې هیڅ برخه هم نشته. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 21

وَتَاللّٰهِ لَاَكِیْدَنَّ اَصْنَامَكُمْ بَعْدَ اَنْ تُوَلُّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟

او ووېل ابراهیم -علیه السلام- کله چې یې قوم خبره وانه ورېدله: قسم په الله خامخا زه به چل جوړووم ستاسې بوتانو ته هغه چې تاسې یې بد ګڼئ وروسته د دې نه چې تاسې د هغوی نه خپلې مېلې ته لاړ شئ. info
التفاسير:
Beberapa Faedah Ayat-ayat di Halaman Ini:
• نَفْع الإقرار بالذنب مشروط بمصاحبة التوبة قبل فوات أوانها.
په ګناه باندې اقرار کول انسان لره فاېده ورکوي خو په شرط د توبې کولو مخکې د دې نه چې د توبې وخت تېر شي. info

• إثبات العدل لله، ونفي الظلم عنه.
د الله تعالی لپاره د عدل ثابتول، او له هغه نه د ظلم نفي کول. info

• أهمية قوة الحجة في الدعوة إلى الله.
د الله تعالی طرف ته په دعوت کولو کې د قوي دلېل اهمیت. info

• ضرر التقليد الأعمى.
د ړوند تقلید (پیروۍ) خطر او ضرر. info

• التدرج في تغيير المنكر، والبدء بالأسهل فالأسهل، فقد بدأ إبراهيم بتغيير منكر قومه بالقول والصدع بالحجة، ثم انتقل إلى التغيير بالفعل.
د ناروا په بدلون کې له تدرج کار اخېستل او له آسانه پيلول،؛ نو ابراهيم د خپل قوم په ناروا کې بدلون لومړی په وينا او حجت راګرځولو پيل کړ, بيا يې په لاس بدلون راوستلو ته مخه کړه. info