《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

页码:close

external-link copy
82 : 21

وَمِنَ الشَّیٰطِیْنِ مَنْ یَّغُوْصُوْنَ لَهٗ وَیَعْمَلُوْنَ عَمَلًا دُوْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَكُنَّا لَهُمْ حٰفِظِیْنَ ۟ۙ

او تابع کړي مو د شیطانانو نه ده لره هغه څوک چې غوپي به یې وهلې د ده لپاره په دریابونو کې راوېستلې به یې ملغلرې او نور شیان، او د دې نه پرته نور کارونه به یې ورله هم کوله لکه ابادي جوړول، او مونږ د دوی تعداد او کارونو لره ساتونکي (یادوونکي) وو، هیڅ شی راڅخه د دې نه نشي پاتي کېدلی. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 21

وَاَیُّوْبَ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الضُّرُّ وَاَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟ۚۖ

او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د ایوب -علیه السلام-، کله چې یې دعا وغوښتله د خپل رب څخه کله چې ورته مصېبت ورسېد؛ داسې ووېل: ای زما ربه! بېشکه ما ته مرض رارسېدلی او زما خاندان هم ورک شوی، او ته غوره د ټولو رحم کوونکو څخه یې، نو ما ته چې کوم مصېبت رارسېدلی دا زما څخه واړوه. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 21

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَكَشَفْنَا مَا بِهٖ مِنْ ضُرٍّ وَّاٰتَیْنٰهُ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَذِكْرٰی لِلْعٰبِدِیْنَ ۟

نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه ته چې کوم تکلېف رسېدلی و هغه مو ترې لرې کړ، او کوم بچي او کورنۍ چې ترې ورکه شوي وه هغه مو ورته بېرته ورکړه، او د هغوی په شان مو ورته نور هم ورکړل، دا ټول کارونه مونږ د خپلې مهربانۍ له وجې وکړل، او په دې کې یادداشت او پند دی هر هغه چا لره چې الله تعالی ته یې په بندګۍ سره غاړه کیښودلې وه؛ نو هغه دې صبر وکړي لکه څرنګه چې ایوب صبر کړی وو. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 21

وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِدْرِیْسَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— كُلٌّ مِّنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟

او یاد کړه -ای پېغمبره- اسماعېل او ادرېس او ذو الکفل -علیهم السلام-، هر یو د دوی نه صبر کوونکی و په مصېبتونو باندې او ولاړ وو په کولو د هغه څه چې الله تعالی پرې مکلف کړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 21

وَاَدْخَلْنٰهُمْ فِیْ رَحْمَتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

او داخل کړي وو مونږ دوی ټول په خپل خاص رحمت کې، نو مونږ دوی پېغمبران ګرځولی وو، او دوی مو جنت ته داخل کړی وو، بېشکه دوی د الله تعالی د هغو نېکانو بندګان څخه دي چې د هغه په تابعدارۍ یې عمل کړی، او د هغوی پټ او ښکاره برابر شوي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 21

وَذَا النُّوْنِ اِذْ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ اَنْ لَّنْ نَّقْدِرَ عَلَیْهِ فَنَادٰی فِی الظُّلُمٰتِ اَنْ لَّاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنْتَ سُبْحٰنَكَ ۖۗ— اِنِّیْ كُنْتُ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚۖ

او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د ماهي والا یونس-علیه السلام- کله چې لاړ پغېر د اجازې د خپل رب نه غصه وو خپل قوم ته د هغوی د سرکشۍ د وجې نه، نو ده دا ګومان وکړ چې مونږ به په ده باندې تنګسیا نه راولو؛ په سزا ورکولو سره د ده په تللو باندې، نو هغه وازماېل شو په سخته تنګسیا سره او په بند پاتي کېدلو سره کله چې ماهي هغه لره تېر کړ، نو د ماهي د خیټې او د دریاب او د شپي په تیارو کې یې د الله تعالی نه دعا وغوښتله؛ په داسې حال کې چې اقرار کوونکی و په خپله خطا باندې الله تعالی ته ورګرځېدونکی و، نو ویې وېل: نشته څوک حقدار د بندګۍ پرته له تا نه، ته پاک یې د هر قسم عیب او شرېک نه، بېشکه زه له ظلم کوونکو څخه وم. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 21

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ ۙ— وَنَجَّیْنٰهُ مِنَ الْغَمِّ ؕ— وَكَذٰلِكَ نُـجِی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه مو د مصېبت د سختیو نه بچ کړ په راوېستلو د هغه سره د تیارو نه، او د ماهي د خېټې نه، او په شان د یونس د خلاصولو د هغه د مصېبت نه مونږ خلاصوو مومنان کله چې په تلکېف کې پريوځي او د الله تعالی نه دعا وغواړي. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 21

وَزَكَرِیَّاۤ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ رَبِّ لَا تَذَرْنِیْ فَرْدًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْوٰرِثِیْنَ ۟ۚۖ

او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه د زکریا -علیه السلام- کله چې یې د خپل رب نه دعا وغوښته داسې یې ووېل: ای ربه زما! مه پرېږده ما لره یوازې چې هیڅ بچی مې نه وي، او یقېنا ته غوره د باقي پاتي کېدونکو څخه یې، نو ما لره یو بچې راکړه چې زما څخه وروسته پاتې شي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 21

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ ؗ— وَوَهَبْنَا لَهٗ یَحْیٰی وَاَصْلَحْنَا لَهٗ زَوْجَهٗ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَیَدْعُوْنَنَا رَغَبًا وَّرَهَبًا ؕ— وَكَانُوْا لَنَا خٰشِعِیْنَ ۟

نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه ته مو یحیی زوی ورکړ، او د هغه ښځه مو دې ته برابره کړه، نو وروسته د شنډوالي د هغې نه بچی راوړونکې شوه، بېشکه زکریا او بي بي د هغه او زوی د هغه وو دوی ټول چې تلوار به یې کاوه د خیر کارونو کې، او وو دوی چې رابللو به یې مونږ په داسې حال کې چې امېد به یې لرلو زمونږ د ثوابونو، او وېرېدل به زمونږ له عذابه، او وو دوی چې مونږ ته به یې عاجزي کوله. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• الصلاح سبب للرحمة.
د ځان برابروالی د الله تعالی د رحمت سبب دی. info

• الالتجاء إلى الله وسيلة لكشف الكروب.
الله تعالی ته پناه وړل د مصېبتونو د ختمولو وسېله ده. info

• فضل طلب الولد الصالح ليبقى بعد الإنسان إذا مات.
د نېک اولاد د غوښتنې فضيلت، ترڅو د انسان له مړينې وروسته پاتې شي. info

• الإقرار بالذنب، والشعور بالاضطرار لله وشكوى الحال له، وطاعة الله في الرخاء من أسباب إجابة الدعاء وكشف الضر.
په ګناه باندې اعتراف کول، او الله تعالی ته ځان محتاج ښکاره کول او هغه ته د خپل حالت شکایت کول، او د الله تعالی تابعداري کول د پراختیا او اسانتیا په وخت کې د دعا د قبلېدلو او د تکلېفونو د لرې کېدلو سببونه دي. info