《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹

页码:close

external-link copy
53 : 12

وَمَاۤ اُبَرِّئُ نَفْسِیْ ۚ— اِنَّ النَّفْسَ لَاَمَّارَةٌ بِالسُّوْٓءِ اِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّیْ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

زه خپل ځان نه پاکوم ځکه چې هر نفس د بدۍ په لور هڅه کونکی دی مګر دا چې په چا باندې زما د رب رحمت وي. بې له شکه چې زما رب ښه بښونکی او ډیر مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 12

وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُوْنِیْ بِهٖۤ اَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِیْ ۚ— فَلَمَّا كَلَّمَهٗ قَالَ اِنَّكَ الْیَوْمَ لَدَیْنَا مَكِیْنٌ اَمِیْنٌ ۟

پاچا وویل: یوسف ماته راولئ چې د ځان لپاره يې مخصوص کړم. نو کله يې چې خبرې ورسره وکړې نو ورته يي وویل له نن وروسته ته زمونږ په دربار کې لوړ مقام او بارو څښتن يې. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 12

قَالَ اجْعَلْنِیْ عَلٰی خَزَآىِٕنِ الْاَرْضِ ۚ— اِنِّیْ حَفِیْظٌ عَلِیْمٌ ۟

یوسف وویل د هیواد خزانې ما ته راوسپارئ زه ښه ساتونکی او پوه یم. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 12

وَكَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِیُوْسُفَ فِی الْاَرْضِ ۚ— یَتَبَوَّاُ مِنْهَا حَیْثُ یَشَآءُ ؕ— نُصِیْبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَّشَآءُ وَلَا نُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

او په دې توګه مونږ یوسف ته د ځمکې پر مخ لوړ مقام ور په برخه کړ چیرته به يي چې خوښه وه هلته يې ځای نیولای شو. زمونږ چې چاته خوښه شي خپل رحمت پرې لوروو او د نیکو کارانو اجر نه ضایع کوو. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 12

وَلَاَجْرُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟۠

او د اخرت اجر د هغو لپاره ډیر غوره دی چې ایمان يي راوړی او پرهیزګاري يې کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 12

وَجَآءَ اِخْوَةُ یُوْسُفَ فَدَخَلُوْا عَلَیْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟

او د یوسف ورونه مصر ته راغلل [۱] د یوسف دربار ته ورغلل هغه خپل ورونه وپيژندل خو هغوی یوسف ونه پیژانده. info

[۱] د وچ کالۍ له کبله په ټوله منطقه کې کاتي وه یوازې مصر د پروګرام له مخې ذخیره درلوده نو له هري لورې به خلک مصر ته د خوراک ترلاسه کولو لپاره راتلل چې په دې توګه د یوسف ورونه هم د خوراکي موادو لپاره خپل واکمن ورور ته راغلل( تفهیم القران).

التفاسير:

external-link copy
59 : 12

وَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُوْنِیْ بِاَخٍ لَّكُمْ مِّنْ اَبِیْكُمْ ۚ— اَلَا تَرَوْنَ اَنِّیْۤ اُوْفِی الْكَیْلَ وَاَنَا خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ ۟

او کله چې یوسف د خپلو ورونو څټې تیارې کړې نو هغوی ته ي وویل خپل میرنی ورو مو ماته راولئ. تاسې نه ګورئ چې زه پیمانه ډکه ورکوم او ډیر ښه میلمه پال یم. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 12

فَاِنْ لَّمْ تَاْتُوْنِیْ بِهٖ فَلَا كَیْلَ لَكُمْ عِنْدِیْ وَلَا تَقْرَبُوْنِ ۟

نو که هغه ورور مو ماته رانه ووست نو له ماسره ستاسې لپاره غله نشته او ماته بیا مه راځئ[۲]. info

[۲] کیدای شي چې هغوی د خپل یوولسم ورور برخه غوښتي وي نو ځکه به ورته واکمن ویلي وي چې باید ورور مو راولئ. هسي نه په درواغو د یوه کور برخه اضافه یوسئ( تفهیم القران).

التفاسير:

external-link copy
61 : 12

قَالُوْا سَنُرَاوِدُ عَنْهُ اَبَاهُ وَاِنَّا لَفٰعِلُوْنَ ۟

هغوی وویل: مونږ به د پلارنه هغه په ډیره ټینګه وغواړو او مونږ به خپله اخرنۍ هڅه خامخا کوو. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 12

وَقَالَ لِفِتْیٰنِهِ اجْعَلُوْا بِضَاعَتَهُمْ فِیْ رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ یَعْرِفُوْنَهَاۤ اِذَا انْقَلَبُوْۤا اِلٰۤی اَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او یوسف خپلو کار کوونکو ته وویل: ددوی مال په څټو کې بیرته ورواچوئ کیدای شي چې کور ته له رسیدلو وروسته هغه وپيژني او کیدای شي چې دوی یو ځل بیا راشي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 12

فَلَمَّا رَجَعُوْۤا اِلٰۤی اَبِیْهِمْ قَالُوْا یٰۤاَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَیْلُ فَاَرْسِلْ مَعَنَاۤ اَخَانَا نَكْتَلْ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟

نو کله چې پلار ته ولاړ نو هغه ته يي وویل پلار جانه نوره غله پر مونږ بنده شوه زمونږ ورور له مونږ سره ولیږه ټول به غله راوړو او ورور به خامخا مونږ ساتو. info
التفاسير: