《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹

页码:close

external-link copy
104 : 12

وَمَا تَسْـَٔلُهُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟۠

او ته له هغوی نه په دې قران څه بدل هم نه غواړې. دا قران یو پند او نصیحت د ټول عالم لپاره دی. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 12

وَكَاَیِّنْ مِّنْ اٰیَةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ یَمُرُّوْنَ عَلَیْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُوْنَ ۟

او په اسمانونو او ځمکه کې خورا ډيرې نښاني دي چې هغوی پرې تیریږي خو بیا هم ترې مخ اړوي. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 12

وَمَا یُؤْمِنُ اَكْثَرُهُمْ بِاللّٰهِ اِلَّا وَهُمْ مُّشْرِكُوْنَ ۟

او زیاتره ئی الله مني خو نور ورسره شریکوي. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 12

اَفَاَمِنُوْۤا اَنْ تَاْتِیَهُمْ غَاشِیَةٌ مِّنْ عَذَابِ اللّٰهِ اَوْ تَاْتِیَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

ایا دوی له دې نه ډاډه دي چې د الله له لورې يې کومه هر اړخیزه بلا ونیسي؟ او یا ورته په ناببره توګه قیامت راشي؟ په داسې حال کې چې هغوی يې هیڅ اټکل نه کوي؟. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 12

قُلْ هٰذِهٖ سَبِیْلِیْۤ اَدْعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؔ۫— عَلٰی بَصِیْرَةٍ اَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِیْ ؕ— وَسُبْحٰنَ اللّٰهِ وَمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

ای محمده! ووایه چې دا زما لار ده چې په ښه بصیرت او پوهې سره زه او زما پیروان د الله په لور بلنه کوو. ټولې پاکۍ الله ته دي او زه د مشرکانو له ډلې څخه نه یم. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 12

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ مِّنْ اَهْلِ الْقُرٰی ؕ— اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— وَلَدَارُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ اتَّقَوْا ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

او مونږ له تانه وړاندې هم یوازې سړي[۱۲] د رسولانو په توګه لیږلي مونږ هغوی ته وحې لیږله او د همدغو ښارونو او کلیو [۱۳] خلک وو. ایا دوی په ځمکه کې نه ګرځيږي چې وویني چې له دوی نه د پخوانیو خلکو پای څه شوه؟ او هو! د اخرت کور د هغو کسان لپاره ډیر غوره دی چې له شرک نه ځان وژغوري. ایا نو تاسې له عقل نه کار نه اخلئ. info

[۱۲] رسولان یوازې سړي وو ملائک، پیریان او ښځې هیڅکه د رسول په توګه نه دي ټاکل شوي( ابن جریر الطبری).
[۱۳] د همدغو کلیو خلک به وو کوم نابلد او نا اشنا خلک به نه وو.

التفاسير:

external-link copy
110 : 12

حَتّٰۤی اِذَا اسْتَیْـَٔسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوْا جَآءَهُمْ نَصْرُنَا ۙ— فَنُجِّیَ مَنْ نَّشَآءُ ؕ— وَلَا یُرَدُّ بَاْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟

د پخوانیو امتونو خبره ان تر دې رسیدلي وه چې رسولان به مایوسه او قوم به ګومان کاوو چې رسول ورته درواغ [۱۴] ویلي دي په ناڅاپي توګه پیغمبرانو ته زمونږ مرسته راغلې او هغه چا ته نجات ورکړای شوی چې زمونږ خوښه وه. او له بد کارانو نه زمونږ د عذاب مخه هیڅکله نه شي اړول کیدای. info

[۱۴] رسول يي ورته درواغ ویلي که ایمان رانه وړي عذاب به پرې راشي او یايي معنا ده چې د رسولانو باور راغی چې دوراغجن وګڼل شول( ابن جریر الطبری).

التفاسير:

external-link copy
111 : 12

لَقَدْ كَانَ فِیْ قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّاُولِی الْاَلْبَابِ ؕ— مَا كَانَ حَدِیْثًا یُّفْتَرٰی وَلٰكِنْ تَصْدِیْقَ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَتَفْصِیْلَ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠

په باوري توګه په دې کیسو کې د عقل څښتنانو لپاره لوی پند او عبرت دی دا قران کومې د ځانه جوړ شوې خبرې نه بلکې د ټولو هغو کتابونو تائید کوي چې له ده وړاندې راغلي د هر څه بشپړ بیان او د ایمان راوړنکي اولس لپاره هدایت او رحمت دی. info
التفاسير: