《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹

页码:close

external-link copy
87 : 12

یٰبَنِیَّ اذْهَبُوْا فَتَحَسَّسُوْا مِنْ یُّوْسُفَ وَاَخِیْهِ وَلَا تَایْـَٔسُوْا مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یَایْـَٔسُ مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْكٰفِرُوْنَ ۟

ای ځامنو! ولاړ شئ یوسف او د هغه ورور ولټوئ او د الله له مهربانۍ نه مه مایوسه کیږئ. ځکه چې د هغه له رحمت او مهربانۍ نه یوازې کافران مایوسه کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 12

فَلَمَّا دَخَلُوْا عَلَیْهِ قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الْعَزِیْزُ مَسَّنَا وَاَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجٰىةٍ فَاَوْفِ لَنَا الْكَیْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَیْنَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَجْزِی الْمُتَصَدِّقِیْنَ ۟

کله چې د یوسف ورونه بیا یوسف ته ورغلل نو ویې ویل: ای واکمنه! مونږ او زمونږ کورنۍ په سختو ستونزو اخته ده مونږ یو څه نیمګړې پانګه له ځان سره راوړې ده خو ته پرې مونږ ته پوره غله راکړه او خیرات راباندې وکړه. الله پاک د خیرات کوونکو بدله خامخا ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 12

قَالَ هَلْ عَلِمْتُمْ مَّا فَعَلْتُمْ بِیُوْسُفَ وَاَخِیْهِ اِذْ اَنْتُمْ جٰهِلُوْنَ ۟

یوسف وویل ایا تاسو پوهیږئ چې تاسې د ناپوهۍ په دوران کې یوسف او د هغه له ورور سره څه کړي وو؟ info
التفاسير:

external-link copy
90 : 12

قَالُوْۤا ءَاِنَّكَ لَاَنْتَ یُوْسُفُ ؕ— قَالَ اَنَا یُوْسُفُ وَهٰذَاۤ اَخِیْ ؗ— قَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا ؕ— اِنَّهٗ مَنْ یَّتَّقِ وَیَصْبِرْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

هغوی وویل ته یوسف یې؟ هغه وویل هو! زه یوسف یم او دا مې ورور دی الله پاک په مونږ لورینه کړې ده. او بې شکه چې څوک له الله نه وډار شي او ستونزې وزغمي نو الله پاک د دا ډول نیکو کارانو بدل نه ضایع کوي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 12

قَالُوْا تَاللّٰهِ لَقَدْ اٰثَرَكَ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَاِنْ كُنَّا لَخٰطِـِٕیْنَ ۟

هغوی وویل: قسم په الله چې ته الله پاک پر مونږ غوره کړی يې او په رښتیا چې مونږ وران کاري وو. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 12

قَالَ لَا تَثْرِیْبَ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ ؕ— یَغْفِرُ اللّٰهُ لَكُمْ ؗ— وَهُوَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟

یوسف وویل: نن پرتاسې کومه پړه نشته. الله پاک دې تاسې ته بښنه وکړي او هغه تر ټولو مهربانانو زیات مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 12

اِذْهَبُوْا بِقَمِیْصِیْ هٰذَا فَاَلْقُوْهُ عَلٰی وَجْهِ اَبِیْ یَاْتِ بَصِیْرًا ۚ— وَاْتُوْنِیْ بِاَهْلِكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟۠

ولاړ شئ او زما دغه کمیس درسره یوسئ او زما د پلار په مخ يې وغوړوئ هغه به بینا شي[۸] او تاسې ټول له خپلو کورنیو سره ماته راشئ. info

[۸] ځینو يي معنا کړي ده چې زما په کیسه به پوه شي ځکه چې له کمیس نه به زما بوي وپیژاني( تفسیر الماوردی)

التفاسير:

external-link copy
94 : 12

وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِیْرُ قَالَ اَبُوْهُمْ اِنِّیْ لَاَجِدُ رِیْحَ یُوْسُفَ لَوْلَاۤ اَنْ تُفَنِّدُوْنِ ۟

او کله چې کاروان له مصر نه ووات نو پلار يې وویل: که تاسې نه وايې چې زه بوډاتوب او غمونو کا واکه کړی یم نو ماته د یوسف بوي راځي. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 12

قَالُوْا تَاللّٰهِ اِنَّكَ لَفِیْ ضَلٰلِكَ الْقَدِیْمِ ۟

هغوی وویل قسم په الله چې ته په همغه پخوانۍ سودا کې غورځیدلی يې. info
التفاسير: