Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译 - 艾布·宰克利亚

عبس

external-link copy
1 : 80

عَبَسَ وَتَوَلّٰۤی ۟ۙ

80-1 ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه info
التفاسير:

external-link copy
2 : 80

اَنْ جَآءَهُ الْاَعْمٰى ۟ؕ

80-2 په دې وجه چې ده ته ړوند راغى info
التفاسير:

external-link copy
3 : 80

وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّهٗ یَزَّ ۟ۙ

80-3 او ته څه شي پوه كړى يې، ښايي چې دى پاك شي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 80

اَوْ یَذَّكَّرُ فَتَنْفَعَهُ الذِّكْرٰى ۟ؕ

80-4 یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 80

اَمَّا مَنِ اسْتَغْنٰى ۟ۙ

80-5 هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده info
التفاسير:

external-link copy
6 : 80

فَاَنْتَ لَهٗ تَصَدّٰى ۟ؕ

80-6 نو ته په هغه پسې كېږې info
التفاسير:

external-link copy
7 : 80

وَمَا عَلَیْكَ اَلَّا یَزَّكّٰى ۟ؕ

80-7 حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي info
التفاسير:

external-link copy
8 : 80

وَاَمَّا مَنْ جَآءَكَ یَسْعٰى ۟ۙ

80-8 او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 80

وَهُوَ یَخْشٰى ۟ۙ

80-9 په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي info
التفاسير:

external-link copy
10 : 80

فَاَنْتَ عَنْهُ تَلَهّٰى ۟ۚ

80-10 نو ته له هغه نه مشغولېږې info
التفاسير:

external-link copy
11 : 80

كَلَّاۤ اِنَّهَا تَذْكِرَةٌ ۟ۚ

80-11 داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى info
التفاسير:

external-link copy
12 : 80

فَمَنْ شَآءَ ذَكَرَهٗ ۟ۘ

80-12 نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني info
التفاسير:

external-link copy
13 : 80

فِیْ صُحُفٍ مُّكَرَّمَةٍ ۟ۙ

80-13 (دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى info
التفاسير:

external-link copy
14 : 80

مَّرْفُوْعَةٍ مُّطَهَّرَةٍ ۟ۙ

80-14 چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 80

بِاَیْدِیْ سَفَرَةٍ ۟ۙ

80-15 د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې info
التفاسير:

external-link copy
16 : 80

كِرَامٍ بَرَرَةٍ ۟ؕ

80-16 چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي info
التفاسير:

external-link copy
17 : 80

قُتِلَ الْاِنْسَانُ مَاۤ اَكْفَرَهٗ ۟ؕ

80-17 انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى! info
التفاسير:

external-link copy
18 : 80

مِنْ اَیِّ شَیْءٍ خَلَقَهٗ ۟ؕ

80-18 دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 80

مِنْ نُّطْفَةٍ ؕ— خَلَقَهٗ فَقَدَّرَهٗ ۟ۙ

80-19 له نطفې نه، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
20 : 80

ثُمَّ السَّبِیْلَ یَسَّرَهٗ ۟ۙ

80-20 بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده info
التفاسير:

external-link copy
21 : 80

ثُمَّ اَمَاتَهٗ فَاَقْبَرَهٗ ۟ۙ

80-21 بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود info
التفاسير:

external-link copy
22 : 80

ثُمَّ اِذَا شَآءَ اَنْشَرَهٗ ۟ؕ

80-22 بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي info
التفاسير:

external-link copy
23 : 80

كَلَّا لَمَّا یَقْضِ مَاۤ اَمَرَهٗ ۟ؕ

80-23 داسې نه ده، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
24 : 80

فَلْیَنْظُرِ الْاِنْسَانُ اِلٰى طَعَامِهٖۤ ۟ۙ

80-24 نو انسان دې خپل طعام ته وګوري info
التفاسير:

external-link copy
25 : 80

اَنَّا صَبَبْنَا الْمَآءَ صَبًّا ۟ۙ

80-25 چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول info
التفاسير:

external-link copy
26 : 80

ثُمَّ شَقَقْنَا الْاَرْضَ شَقًّا ۟ۙ

80-26 بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول info
التفاسير:

external-link copy
27 : 80

فَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا حَبًّا ۟ۙ

80-27 نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي info
التفاسير:

external-link copy
28 : 80

وَّعِنَبًا وَّقَضْبًا ۟ۙ

80-28 او انګور او تركاريانې info
التفاسير:

external-link copy
29 : 80

وَّزَیْتُوْنًا وَّنَخْلًا ۟ۙ

80-29 او زیتون او كجورې info
التفاسير:

external-link copy
30 : 80

وَّحَدَآىِٕقَ غُلْبًا ۟ۙ

80-30 او ګڼ باغونه info
التفاسير:

external-link copy
31 : 80

وَّفَاكِهَةً وَّاَبًّا ۟ۙ

80-31 او مېوې او ګياه (واښه) info
التفاسير:

external-link copy
32 : 80

مَّتَاعًا لَّكُمْ وَلِاَنْعَامِكُمْ ۟ؕ

80-32 ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره info
التفاسير:

external-link copy
33 : 80

فَاِذَا جَآءَتِ الصَّآخَّةُ ۟ؗ

80-33 نو كله چې سخت اواز راشي info
التفاسير:

external-link copy
34 : 80

یَوْمَ یَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ اَخِیْهِ ۟ۙ

80-34 په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي info
التفاسير:

external-link copy
35 : 80

وَاُمِّهٖ وَاَبِیْهِ ۟ۙ

80-35 او له خپلې مور او خپل پلاره info
التفاسير:

external-link copy
36 : 80

وَصَاحِبَتِهٖ وَبَنِیْهِ ۟ؕ

80-36 او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه info
التفاسير:

external-link copy
37 : 80

لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ یَوْمَىِٕذٍ شَاْنٌ یُّغْنِیْهِ ۟ؕ

80-37 په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي info
التفاسير:

external-link copy
38 : 80

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ مُّسْفِرَةٌ ۟ۙ

80-38 څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي info
التفاسير:

external-link copy
39 : 80

ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ ۟ۚ

80-39 خندېدونكي (او) خوشاله به وي info
التفاسير:

external-link copy
40 : 80

وَوُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ عَلَیْهَا غَبَرَةٌ ۟ۙ

80-40 او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي info
التفاسير:

external-link copy
41 : 80

تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌ ۟ؕ

80-41 دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي info
التفاسير:

external-link copy
42 : 80

اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكَفَرَةُ الْفَجَرَةُ ۟۠

80-42 دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي info
التفاسير: