Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译 - 艾布·宰克利亚

رحمن

external-link copy
1 : 55

اَلرَّحْمٰنُ ۟ۙ

55-1 ډېر زیات مهربان ذات info
التفاسير:

external-link copy
2 : 55

عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ ۟ؕ

55-2 (دا) قرآن ښودلى دى info
التفاسير:

external-link copy
3 : 55

خَلَقَ الْاِنْسَانَ ۟ۙ

55-3 هغه انسان پیدا كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
4 : 55

عَلَّمَهُ الْبَیَانَ ۟

55-4 ده ته يې بیان (او وینا) كول ښودلي دي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 55

اَلشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ۟ۙ

55-5 لمر او سپوږۍ په حساب سره (روان) دي info
التفاسير:

external-link copy
6 : 55

وَّالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ یَسْجُدٰنِ ۟

55-6 او ستوري / واښه او ونې دواړه سجدې كوي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 55

وَالسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِیْزَانَ ۟ۙ

55-7 او اسمان لره، دا هغه پورته (اوچت) كړى دى او تله يې اېښې (مقرر كړې) ده info
التفاسير:

external-link copy
8 : 55

اَلَّا تَطْغَوْا فِی الْمِیْزَانِ ۟

55-8 (د دې لپاره) چې تاسو په تله كې تېرى ونه كړئ info
التفاسير:

external-link copy
9 : 55

وَاَقِیْمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِیْزَانَ ۟

55-9 او تاسو په انصاف سره وزن برابروئ او په تول كې كمى مه كوئ info
التفاسير:

external-link copy
10 : 55

وَالْاَرْضَ وَضَعَهَا لِلْاَنَامِ ۟ۙ

55-10 او ځمكې لره، هغه دا د ژوندیو لپاره غوړولې ده info
التفاسير:

external-link copy
11 : 55

فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّالنَّخْلُ ذَاتُ الْاَكْمَامِ ۟ۖ

55-11 په دې كې مېوې دي او د پوښونو والا د كجورو ونې دي info
التفاسير:

external-link copy
12 : 55

وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّیْحَانُ ۟ۚ

55-12 او د وښو (بوسو) والا دانې دي او خوشبویه ګلان دي info
التفاسير:

external-link copy
13 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-13 نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ (او ترې منكرېږئ) info
التفاسير:

external-link copy
14 : 55

خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ۟ۙ

55-14 انسان يې د كودرې په شان له وچې كړنګېدونكې خټې نه پیدا كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
15 : 55

وَخَلَقَ الْجَآنَّ مِنْ مَّارِجٍ مِّنْ نَّارٍ ۟ۚ

55-15 او جان (د پېریانو پلار) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
16 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-16 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 55

رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ ۟ۚ

55-17 (هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى info
التفاسير:

external-link copy
18 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-18 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 55

مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِ ۟ۙ

55-19 هغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یوله بله سره میلاوېږي info
التفاسير:

external-link copy
20 : 55

بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ۟ۚ

55-20 د دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ورګډېږي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-21 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 55

یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ

55-22 له دواړو (د سمندرونو) نه ملغلرې او مرجان راوځي info
التفاسير:

external-link copy
23 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-23 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 55

وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَاٰتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ۚ

55-24 او خاص هغه لره دي په سمندر كې بادبان پورته كړى شوې بېړۍ، لكه غرونه info
التفاسير:

external-link copy
25 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠

55-25 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 55

كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ ۟ۚۖ

55-26 هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
27 : 55

وَّیَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟ۚ

55-27 او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى info
التفاسير:

external-link copy
28 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-28 نو (اى انسانانو او پېریانو! ) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې كوم یو دروغ ګڼئ ؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 55

یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍ ۟ۚ

55-29 له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي، هر وخت هغه په یوكار كې دى info
التفاسير:

external-link copy
30 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-30 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 55

سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِ ۟ۚ

55-31 ژر ده چې مونږ به تاسو ته وزګار شو، اى دوه درنو قبیلو (انسانانو او پېریانو!) info
التفاسير:

external-link copy
32 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-32 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 55

یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ فَانْفُذُوْا ؕ— لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍ ۟ۚ

55-33 اى د پېریانو او انسانانو ډلې! كه چېرې تاسو د دې طاقت لرئ چې تاسو د اسمانونو او ځمكې له غاړو نه بهر ووځئ، نو ووځئ او تاسو به بهر ونه وتلى شئ مګر په قوت (او زور) سره info
التفاسير:

external-link copy
34 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-34 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
35 : 55

یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ ۙ۬— وَّنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِ ۟ۚ

55-35 په تاسو دواړو (ډلو) باندې به د اور خالصې لمبې او لوګى درخوشې كړى شي، بیا به تاسو یوله بل سره مدد نشئ كولى info
التفاسير:

external-link copy
36 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-36 نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم كوم نه انكار كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 55

فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ۟ۚ

55-37 بیا چې كله اسمان څیرې شي، نو سور رنګه ګل به شي، لكه د سرې څرمنې info
التفاسير:

external-link copy
38 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-38 نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 55

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّلَا جَآنٌّ ۟ۚ

55-39 نو په دغې ورځ كې به د خپلې ګناه په باره كې نه له انسان نه پوښتنه كولى شي او نه له پېري نه info
التفاسير:

external-link copy
40 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-40 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 55

یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَالْاَقْدَامِ ۟ۚ

55-41 مجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي info
التفاسير:

external-link copy
42 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-42 نو (اى پېريانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم يوه تكذيب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 55

هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ یُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟ۘ

55-43 دا هغه دوزخ دى چې مجرمانو (كافرانو) به دا دروغ ګاڼه info
التفاسير:

external-link copy
44 : 55

یَطُوْفُوْنَ بَیْنَهَا وَبَیْنَ حَمِیْمٍ اٰنٍ ۟ۚ

55-44 دوى به د دغه (دوزخ) په مینځ كې او د ډېرو ګرمو اوبو په مینځ كې ګرځي info
التفاسير:

external-link copy
45 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠

55-45 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه انكار كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
46 : 55

وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِ ۟ۚ

55-46 او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي info
التفاسير:

external-link copy
47 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ

55-47 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 55

ذَوَاتَاۤ اَفْنَانٍ ۟ۚ

55-48 (دغه جنتونه) د ډېرو ډېرو څانګو والا دي info
التفاسير:

external-link copy
49 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-49 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې كوم كوم دروغ ګڼئ info
التفاسير:

external-link copy
50 : 55

فِیْهِمَا عَیْنٰنِ تَجْرِیٰنِ ۟ۚ

55-50 په دغو دواړو (جنتونو) كې دوه چینې دي چې بهېږي info
التفاسير:

external-link copy
51 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-51 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم یو نه انكار كوئ info
التفاسير:

external-link copy
52 : 55

فِیْهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجٰنِ ۟ۚ

55-52 په دغو (جنتونو) كې له هرې مېوې نه دوه دوه قسمه دي info
التفاسير:

external-link copy
53 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-53 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
54 : 55

مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی فُرُشٍ بَطَآىِٕنُهَا مِنْ اِسْتَبْرَقٍ ؕ— وَجَنَا الْجَنَّتَیْنِ دَانٍ ۟ۚ

55-54 په داسې حال كې چې دوى به په داسې فرشونو باندې تكیه وهونكي وي چې د هغو استرونه به له پېړو ورېښمو څخه وي او د دواړو جنتونو مېوې به نژدې وي info
التفاسير:

external-link copy
55 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-55 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
56 : 55

فِیْهِنَّ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ ۙ— لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ

55-56 په دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي، چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه بل انسان لاس وروړى وي او نه پېري info
التفاسير:

external-link copy
57 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-57 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
58 : 55

كَاَنَّهُنَّ الْیَاقُوْتُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ

55-58 ګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي info
التفاسير:

external-link copy
59 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-59 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 55

هَلْ جَزَآءُ الْاِحْسَانِ اِلَّا الْاِحْسَانُ ۟ۚ

55-60 د احسان بدل نه دى مګر احسان (او نېكي) كول info
التفاسير:

external-link copy
61 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-61 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
62 : 55

وَمِنْ دُوْنِهِمَا جَنَّتٰنِ ۟ۚ

55-62 او له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي info
التفاسير:

external-link copy
63 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ

55-63 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
64 : 55

مُدْهَآمَّتٰنِ ۟ۚ

55-64 تك تور دي (له ډېر شین والي او خړوب والي نه) info
التفاسير:

external-link copy
65 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ

55-65 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 55

فِیْهِمَا عَیْنٰنِ نَضَّاخَتٰنِ ۟ۚ

55-66 په دغو دواړو كې دوه جوش وهونكې چینې دي info
التفاسير:

external-link copy
67 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ

55-67نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
68 : 55

فِیْهِمَا فَاكِهَةٌ وَّنَخْلٌ وَّرُمَّانٌ ۟ۚ

55-68 په دغو دواړو كې مېوې او كجورې او انار دي info
التفاسير:

external-link copy
69 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ

55-69نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 55

فِیْهِنَّ خَیْرٰتٌ حِسَانٌ ۟ۚ

55-70 په دغو (جنتونو) كې ډېرې غوره (نېك سیرتې) ډېرې ښكلې حورې دي info
التفاسير:

external-link copy
71 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-71 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 55

حُوْرٌ مَّقْصُوْرٰتٌ فِی الْخِیَامِ ۟ۚ

55-72 په خېمو كې محفوظې ساتلې شوې حورې به وي info
التفاسير:

external-link copy
73 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-73 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
74 : 55

لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ

55-74 چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه انسان لاس وروړى وي او نه پېري info
التفاسير:

external-link copy
75 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-75 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
76 : 55

مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَّعَبْقَرِیٍّ حِسَانٍ ۟ۚ

55-76 په داسې حال كې چې تكیه كوونكي به وي په شین رنګه بالښتونو او په ډېرو نفیسو ښكلو فرشونو باندې info
التفاسير:

external-link copy
77 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

55-77نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ info
التفاسير:

external-link copy
78 : 55

تَبٰرَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِی الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟۠

55-78 ډېر بركتي دى ستا د رب نوم، چې د جلال او د اكرام (عزت وركولو) والا دى info
التفاسير: