Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译 - 艾布·宰克利亚

صافات

external-link copy
1 : 37

وَالصّٰٓفّٰتِ صَفًّا ۟ۙ

37-1 قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول info
التفاسير:

external-link copy
2 : 37

فَالزّٰجِرٰتِ زَجْرًا ۟ۙ

37-2 بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل info
التفاسير:

external-link copy
3 : 37

فَالتّٰلِیٰتِ ذِكْرًا ۟ۙ

37-3 بیا د ذكر په لوستونكو باندې info
التفاسير:

external-link copy
4 : 37

اِنَّ اِلٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ ۟ؕ

37-4 چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى info
التفاسير:

external-link copy
5 : 37

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ ۟ؕ

37-5 چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى info
التفاسير:

external-link copy
6 : 37

اِنَّا زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِزِیْنَةِ ١لْكَوَاكِبِ ۟ۙ

37-6 بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 37

وَحِفْظًا مِّنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ مَّارِدٍ ۟ۚ

37-7 او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى info
التفاسير:

external-link copy
8 : 37

لَا یَسَّمَّعُوْنَ اِلَی الْمَلَاِ الْاَعْلٰی وَیُقْذَفُوْنَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ۟

37-8 دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 37

دُحُوْرًا وَّلَهُمْ عَذَابٌ وَّاصِبٌ ۟ۙ

37-9 د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى info
التفاسير:

external-link copy
10 : 37

اِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ۟

37-10 غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې info
التفاسير:

external-link copy
11 : 37

فَاسْتَفْتِهِمْ اَهُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمْ مَّنْ خَلَقْنَا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّنْ طِیْنٍ لَّازِبٍ ۟

37-11 نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي info
التفاسير:

external-link copy
12 : 37

بَلْ عَجِبْتَ وَیَسْخَرُوْنَ ۪۟

37-12 بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي info
التفاسير:

external-link copy
13 : 37

وَاِذَا ذُكِّرُوْا لَا یَذْكُرُوْنَ ۪۟

37-13 او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 37

وَاِذَا رَاَوْا اٰیَةً یَّسْتَسْخِرُوْنَ ۪۟

37-14 او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 37

وَقَالُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ

37-15 او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو info
التفاسير:

external-link copy
16 : 37

ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

37-16 ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 37

اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟ؕ

37-17 او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 37

قُلْ نَعَمْ وَاَنْتُمْ دَاخِرُوْنَ ۟ۚ

37-18 ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 37

فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ فَاِذَا هُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟

37-19 پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري info
التفاسير:

external-link copy
20 : 37

وَقَالُوْا یٰوَیْلَنَا هٰذَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟

37-20 او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده info
التفاسير:

external-link copy
21 : 37

هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟۠

37-21 دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه info
التفاسير:

external-link copy
22 : 37

اُحْشُرُوا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا وَاَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

37-22 (الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه info
التفاسير:

external-link copy
23 : 37

مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَاهْدُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطِ الْجَحِیْمِ ۟

37-23 له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 37

وَقِفُوْهُمْ اِنَّهُمْ مَّسْـُٔوْلُوْنَ ۟ۙ

37-24 او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي info
التفاسير: