Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹

Số trang:close

external-link copy
73 : 9

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ وَاغْلُظْ عَلَیْهِمْ ؕ— وَمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟

ای پیغمبره! له کافرانو او منافقانو سره په پوره میړانه جهاد وکړه له هغوی سره سختي وکړه ـ د هغوی ورتګ جهنم ته دی. او جهنم د ورتګ لپاره خورا بد ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 9

یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ مَا قَالُوْا ؕ— وَلَقَدْ قَالُوْا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوْا بَعْدَ اِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوْا بِمَا لَمْ یَنَالُوْا ۚ— وَمَا نَقَمُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ اَغْنٰىهُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— فَاِنْ یَّتُوْبُوْا یَكُ خَیْرًا لَّهُمْ ۚ— وَاِنْ یَّتَوَلَّوْا یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ عَذَابًا اَلِیْمًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَمَا لَهُمْ فِی الْاَرْضِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟

منافقان د الله په نوم قسمونه خوري چې هغه خبره یي[۱۶]نده کړې په داسې حال کې چې په یقین سره یي کفري خبره کړې او د اسلام له ښکاره کولو نه وروسته کافران شوي دي او د هغه څه هڅه یې کړې چې توان یې پرې نه دی رسیدلی هو! بد به یوازې همدا ورته ښکاري چې الله پاک او د هغه رسول په خپل فضل سره ماړه کړل نو که توبه وباسي په ګټه یي ده او که له توبې نه یي مخ واړولو نو الله به یې په دنیا او اخرت کې په دردناک عذاب وربړوي او په ټوله ځمکه کې به یي کوم دوست او ملاتړ نه وي. info

[۱۶] ـ یوه منافق ویلي وو که دمحمد خبرې رښتیا وي نو مونږ له خرونه هم زیات احمقان یو(معارف القرآن مفتي محمد شفیع.)

التفاسير:

external-link copy
75 : 9

وَمِنْهُمْ مَّنْ عٰهَدَ اللّٰهَ لَىِٕنْ اٰتٰىنَا مِنْ فَضْلِهٖ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُوْنَنَّ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

او ځیني منافقان هغه دي چې له الله سره یي وعده وکړه که الله له خپل فضل نه څه راکړي نو خاماخا به پکې خیراتونه کوو او مونږ به هرو مرو د صالحانو او نیکانو ژوند کوو. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 9

فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ بَخِلُوْا بِهٖ وَتَوَلَّوْا وَّهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

خو کله چې الله پاک د خپل فضل لورینه پرې وکړه نو بخیلان شو او له خپلې وعدې نه یي په بشپړ ډول مخ واړاو. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 9

فَاَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلٰی یَوْمِ یَلْقَوْنَهٗ بِمَاۤ اَخْلَفُوا اللّٰهَ مَا وَعَدُوْهُ وَبِمَا كَانُوْا یَكْذِبُوْنَ ۟

نو الله هم له الله سره د هغوی د وعده خفلافۍ او درواغجنۍ له کبله په زړونو کې تر قیامته پاتې کیدونکی نفاق ورواچاو. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 9

اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟ۚ

ایا په دې نه دي پوه؟ چې الله د هغوی په پټو پلانونو،او ګونګسیو ښه خبر او الله ته هر پټ څیز ښه معلوم دی. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 9

اَلَّذِیْنَ یَلْمِزُوْنَ الْمُطَّوِّعِیْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ فِی الصَّدَقٰتِ وَالَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ اِلَّا جُهْدَهُمْ فَیَسْخَرُوْنَ مِنْهُمْ ؕ— سَخِرَ اللّٰهُ مِنْهُمْ ؗ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

هغه منافقان چې په خپله خوښه ډیر مال خیراتوونکو او د خپلې کمې وسې وړاندې کوونکو مؤمنانو باندې ګوته ږدې[۱۷] مسخرې او ملنډې پرې وهي. الله به يي د مسخرو جزاء ورکړي او دردناک عذاب یي په برخه دی. info

[۱۷] یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم له مسلمانانو وغوښتل چې د جهاد لپاره کومک وکړي نو یوه مالدار څلور سوه درهم او یو مسکین یوه پيمانه راوړه منافقانو وویل دا یو ریاکار دا بل احمق دی په پیمانه به څه وشي؟(معارف القرآن مفتي محمد شفیع صاحب.)

التفاسير: