Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹

Số trang:close

external-link copy
41 : 36

وَاٰیَةٌ لَّهُمْ اَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّیَّتَهُمْ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ

او د هغوی لپاره یوه لویه نښه دا ده چې مونږ د هغوی ځوځات د نوح په ډکه کښتۍ کې سپاره کړل. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 36

وَخَلَقْنَا لَهُمْ مِّنْ مِّثْلِهٖ مَا یَرْكَبُوْنَ ۟

او د همغې کښتۍ په شان مو نور داسې څیزونه ورته پیدا کړي چې پرې سپریږي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 36

وَاِنْ نَّشَاْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِیْخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ یُنْقَذُوْنَ ۟ۙ

که مونږ وغواړو نو غرق به يي کړو نه به يي چیغه وي او نه به يې څوک خلاص کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 36

اِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ ۟

یوازې زمونږ لورینه ده او ترټاکلې مودې د ګټې اخیستلو فرصت دی. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 36

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّقُوْا مَا بَیْنَ اَیْدِیْكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟

او کله چې هغوی ته وویل شي چې له هغه څه ځانونه وژغورئ چې مخې ته مو را روان او پخوا هم تیر شوي دي کیدای شي چې پر تاسې لورینه وشي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 36

وَمَا تَاْتِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ مِّنْ اٰیٰتِ رَبِّهِمْ اِلَّا كَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟

( دا خبره ناببزه ګڼي)) بلکې دوی ته چې د خپل رب له لورې هره لویه نښه راغلې مخ يي ترې اړولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 36

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ ۙ— قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنُطْعِمُ مَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ اَطْعَمَهٗۤ ۖۗ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

او کله چې هغوی ته وویل شي چې: د هغه مال څه برخه د الله په لار کې ورکړئ چې تاسې ته يې درکړی دی نو کافران مؤمنانو ته وايې: ایا مونږ هغو ته خوراک ورکړو چې که الله خوراک ورکول غوښتل نو ورکړی به يي وای؟ تاسې په یوه ښکاره لار ورکتیا اخته شوي يې[۴]. info

[۴] بله معنا يې دا ده چې: دا د الله خبره شي: چې ای کافرانو! ستاسې دا خبره ښکاره ګمراهي ده( تفسیرالماوردی).

التفاسير:

external-link copy
48 : 36

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او هغوی وايي چې که تاسې رښتیني یاست نو د قیامت نیټه کله ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
49 : 36

مَا یَنْظُرُوْنَ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً تَاْخُذُهُمْ وَهُمْ یَخِصِّمُوْنَ ۟

هغوی پرته له دې د بل هیڅ شي انتظار نه کوي چې یوه چیغه يې په داسې ناببره توګه ونیسي چې په خپل ژوند کې سره اخته وي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 36

فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ تَوْصِیَةً وَّلَاۤ اِلٰۤی اَهْلِهِمْ یَرْجِعُوْنَ ۟۠

نو هغه وخت به نه د وصیت کولو توان ورسره وي او نه به خپلو کورونو ته بیرته ورتلای شي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 36

وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَاِذَا هُمْ مِّنَ الْاَجْدَاثِ اِلٰی رَبِّهِمْ یَنْسِلُوْنَ ۟

او په شپیلۍ کې به پو وکړای شي نو ټول به له قبرونو څخه د خپل رب په لور ځغلي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 36

قَالُوْا یٰوَیْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَّرْقَدِنَا ۣٚۘ— هٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمٰنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُوْنَ ۟

کافران به وايې: آه دا چا مونږ له خپلو بسترو نه راپاڅولو؟ دا هغه څه دي چې رحمن خدای يې وعده کړې او پیغمرانو رښتیا ویلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 36

اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟

بس یوه سخته کړیکه به وي ناببره به له یوې مخې زمونږ په وړاندې حاضر کړی شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 36

فَالْیَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا وَّلَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

نن ورځ به په هیچا هیڅ ډول تیری نه کیږي او تاسې ته به پرته له هغه چې تاسې به کولو د بل څه بدل درنه کړای شي. info
التفاسير: