Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹

Số trang:close

external-link copy
102 : 21

لَا یَسْمَعُوْنَ حَسِیْسَهَا ۚ— وَهُمْ فِیْ مَا اشْتَهَتْ اَنْفُسُهُمْ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

د دوزخ کښهار به نه اوري.او په هغه څه کې به تل تر تله وي چې د دوی زړونه یې هیله من دي. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 21

لَا یَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْاَكْبَرُ وَتَتَلَقّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ؕ— هٰذَا یَوْمُكُمُ الَّذِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟

لویه وارخطایې به یې هیڅ غمژن نکړي. او ملایکې به په مخامخ کیدلو ورته وایې:دا مو همغه ورځ ده چې وعده یي ورسره کیده. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 21

یَوْمَ نَطْوِی السَّمَآءَ كَطَیِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ ؕ— كَمَا بَدَاْنَاۤ اَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِیْدُهٗ ؕ— وَعْدًا عَلَیْنَا ؕ— اِنَّا كُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟

هغه ورځ را یاد کړه چې:مونږ اسمان داسې راونغاړولکه لیکنه چې د دفتر په مینځ کې راونغښتل شي.او لکه څرنګه چې لومړی ځل مو پیدایښت کړی وو همغه شان به یې بیاوکړو.دا زمونږ وعده ده.او مونږ یې پوره کوونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 21

وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِی الزَّبُوْرِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ اَنَّ الْاَرْضَ یَرِثُهَا عِبَادِیَ الصّٰلِحُوْنَ ۟

او مونږ په زبور کې له پند ورکولو وروسته لیکلي دي چې: [۱۵] (الف)ځمکه به زما د نیکو بنده ګانو په لاس کې پریوزي. info

[۱۵] ـ الف:سعید بن جبیر او مجاهد وايې(ربور)د آسماني کتاب په معنا او(ذکر)د لوح محفوظ په معنا دی یعني په لوح محفوظ او ټولو آسماني کتابو کې لیکنه شوې چې ځمکه به زما د نیکو بنده ګانو په لاس کې پریوځي.(ابن جریر الطبری).

التفاسير:

external-link copy
106 : 21

اِنَّ فِیْ هٰذَا لَبَلٰغًا لِّقَوْمٍ عٰبِدِیْنَ ۟ؕ

بې له شکه چې په دې خبره کې د عبادت کوونکو خلکو لپاره یو لوی پيغام دی. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 21

وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا رَحْمَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟

او ای محمده!ته مو د ګردو نړیوالو لپاره رحمت لیږلی یي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 21

قُلْ اِنَّمَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟

او ووایه چې:ماته وحې کیږي چې:ستاسې معبود ایکې یو الله دی.نو ایا تاسې منونکي یاست؟ info
التفاسير:

external-link copy
109 : 21

فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ اٰذَنْتُكُمْ عَلٰی سَوَآءٍ ؕ— وَاِنْ اَدْرِیْۤ اَقَرِیْبٌ اَمْ بَعِیْدٌ مَّا تُوْعَدُوْنَ ۟

نو که مخ یي واړاو ورته ووایه چې ما خپله خبره پوره تاسې ته ورسوله.زه نه پوهیږم چې هغه څه نژدي دي که لرې چې له تاسې سره یې وعده کولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 21

اِنَّهٗ یَعْلَمُ الْجَهْرَ مِنَ الْقَوْلِ وَیَعْلَمُ مَا تَكْتُمُوْنَ ۟

الله پاک په ټولو هغو خبرو پوهیږي چې په زوره ویل کیږي او په هغو هم پوهیږي چې تاسې یې په پټه کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 21

وَاِنْ اَدْرِیْ لَعَلَّهٗ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ ۟

او زه نه پوهیږم(چې ولي مو عذاب وروسته کیږي؟)کیدای شي چې دا ستاسې یو ازمیښت وي.او یا تر یوه ټاکلې وخت پورې ګټه وي. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 21

قٰلَ رَبِّ احْكُمْ بِالْحَقِّ ؕ— وَرَبُّنَا الرَّحْمٰنُ الْمُسْتَعَانُ عَلٰی مَا تَصِفُوْنَ ۟۠

بالاخره پیغمبر وویل:ای زما ربه!په حقه پریکړه وکړه.او زما رب دیر مهربان او د هغه څه په هکله چې تاسې یي بیانوئ یوازې له هغه نه کومک غوښتل کیدای شي. info
التفاسير: