Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹

external-link copy
184 : 2

اَیَّامًا مَّعْدُوْدٰتٍ ؕ— فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَّرِیْضًا اَوْ عَلٰی سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ اَیَّامٍ اُخَرَ ؕ— وَعَلَی الَّذِیْنَ یُطِیْقُوْنَهٗ فِدْیَةٌ طَعَامُ مِسْكِیْنٍ ؕ— فَمَنْ تَطَوَّعَ خَیْرًا فَهُوَ خَیْرٌ لَّهٗ ؕ— وَاَنْ تَصُوْمُوْا خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

څو د شمار ورځې دي نو که ستاسې کوم یو ناروغ وي او یا پرسفر وي، نو شمار دې له نورو ورځو څخه پوره کړي او پر هغوی چې د نیولو توان یې لري،[۴] د مسکین د خوراک فدیه ده نو که څوک ښیګڼه په خپل خوښه زیاته وکړي دا ورته ډیره غوره ده او چې روژه ونیسي دا مو خورا په ګټه ده که تاسې پوهیږئ. info

[۴] دا حکم په لومړنیو وختونو کې و بیا منسوخ شو او نور علما وايي چې منسوخ ندی نو معنا یې ده چې توان یې درلود خو د ناروغتیا او زوړوالي له کبله یې توان ختم شي نو بیا دې روژه نه نیسي او فدیه دې ورکوي( ابن حجر)

التفاسير: