Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译 - 先锋翻译中心

انفطار

external-link copy
1 : 82

اِذَا السَّمَآءُ انْفَطَرَتْ ۟ۙ

کله چې آسمان وچوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 82

وَاِذَا الْكَوَاكِبُ انْتَثَرَتْ ۟ۙ

او کله چې ستوري خواره واره شي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 82

وَاِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ ۟ۙ

او کله چې دريابونه وبهولی شي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 82

وَاِذَا الْقُبُوْرُ بُعْثِرَتْ ۟ۙ

او کله چې قبرونه څېرې کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 82

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَاَخَّرَتْ ۟ؕ

بيا به هر څوک پر هغه څه پوه شي چې مخکې يې لېږلي او وروسته يې پرېښې دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 82

یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِیْمِ ۟ۙ

اې انسانه! ته د خپل عزتمن پالونکي پر وړاندې څه شي په دوکه کې اچولی يې؟ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 82

الَّذِیْ خَلَقَكَ فَسَوّٰىكَ فَعَدَلَكَ ۟ۙ

داسې ذات دی چې پیدا کړی یې ته، نو نیغ قد والا یې کړې. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 82

فِیْۤ اَیِّ صُوْرَةٍ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ ۟ؕ

په هره بڼه يې چې غوښتل سره ويې نېښلولې. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 82

كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُوْنَ بِالدِّیْنِ ۟ۙ

هيڅکله نه بلکې تاسي سزا (د قیامت) دروغ ګڼئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 82

وَاِنَّ عَلَیْكُمْ لَحٰفِظِیْنَ ۟ۙ

حال داچې پر تاسو ساتونکې پرېښتې ټاکل شوې دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 82

كِرَامًا كٰتِبِیْنَ ۟ۙ

عزتمنې ليکونکې دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 82

یَعْلَمُوْنَ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟

ستاسو پر کړو وړو پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 82

اِنَّ الْاَبْرَارَ لَفِیْ نَعِیْمٍ ۟ۙ

پرته له شکه نېکان به په نعمتونو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 82

وَاِنَّ الْفُجَّارَ لَفِیْ جَحِیْمٍ ۟ۙ

او بدان به هرومرو په دوزخ کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 82

یَّصْلَوْنَهَا یَوْمَ الدِّیْنِ ۟

د بدلې په ورځ به ور ننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 82

وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَآىِٕبِیْنَ ۟ؕ

او له هغې به پټېدونکي نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 82

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ۙ

او ته څه خبر يې چې د بدلې ورځ څه ده. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 82

ثُمَّ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ

بيا ته څه خبر يې چې د بدلې ورځ څه ده. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 82

یَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَیْـًٔا ؕ— وَالْاَمْرُ یَوْمَىِٕذٍ لِّلّٰهِ ۟۠

هغه ورځ ده چې هيڅوک به د بل چا لپاره څه نه شي کولای او په هغه ورځ به امر يوازې الله لره وي. info
التفاسير: