Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译 - 先锋翻译中心

جن

external-link copy
1 : 72

قُلْ اُوْحِیَ اِلَیَّ اَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوْۤا اِنَّا سَمِعْنَا قُرْاٰنًا عَجَبًا ۟ۙ

ووايه: ماته وحي شوې ده چې د پېريانو يوې ډلې غوږ نيولى و، بيا يې (خپل قوم ته) وويل: بېشكه موږ يو عجيبه قرآن واورېدلو. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 72

یَّهْدِیْۤ اِلَی الرُّشْدِ فَاٰمَنَّا بِهٖ ؕ— وَلَنْ نُّشْرِكَ بِرَبِّنَاۤ اَحَدًا ۟ۙ

چې سمې لارې ته ښوونه كوي؛ نو موږ هم ومنلو او هيڅكله به له خپل پالونکي سره هيڅوک هم شريك نه كړو. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 72

وَّاَنَّهٗ تَعٰلٰی جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَّلَا وَلَدًا ۟ۙ

او دا چې زموږ د پالونکي شان ډېر لوړ دى، هغه نه څوك مېرمن او نه زوى نيولى. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 72

وَّاَنَّهٗ كَانَ یَقُوْلُ سَفِیْهُنَا عَلَی اللّٰهِ شَطَطًا ۟ۙ

او دا چې زموږ احمق په الله پورې ناحقه خبرې كولې. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 72

وَّاَنَّا ظَنَنَّاۤ اَنْ لَّنْ تَقُوْلَ الْاِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۟ۙ

او بېشكه موږ ګومان كړى و چې هيڅكله به الله پورې انسان او پېرى درواغ ونه وايي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 72

وَّاَنَّهٗ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْاِنْسِ یَعُوْذُوْنَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوْهُمْ رَهَقًا ۟ۙ

او دا چې د انسانانو څه كسانو به د پېريانو پر څه كسانو پورې پناه اخېسته نو لا يې بې لاري ورزياته كړه. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 72

وَّاَنَّهُمْ ظَنُّوْا كَمَا ظَنَنْتُمْ اَنْ لَّنْ یَّبْعَثَ اللّٰهُ اَحَدًا ۟ۙ

او ستاسو غوندې هغوى هم ګومان كړى و چې الله به هيڅوك بېرته را ژوندي نه كړي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 72

وَّاَنَّا لَمَسْنَا السَّمَآءَ فَوَجَدْنٰهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِیْدًا وَّشُهُبًا ۟ۙ

او موږ د آسمان پلټنه وكړه نو هغه مو له سختو څوكيدارانو او سوځوونكو ستورو ډك وموند. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 72

وَّاَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ ؕ— فَمَنْ یَّسْتَمِعِ الْاٰنَ یَجِدْ لَهٗ شِهَابًا رَّصَدًا ۟ۙ

او دا چې پخوا به موږ د غوږ نيولو لپاره د هغه د ناستې ځايونو كې كېناستلو، خو اوس چې څوك غوږ نيسي هغه د ځان لپاره يو څارونکی اور غورځوونكى ستورى مومي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 72

وَّاَنَّا لَا نَدْرِیْۤ اَشَرٌّ اُرِیْدَ بِمَنْ فِی الْاَرْضِ اَمْ اَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا ۟ۙ

او موږ نه پوهيږو چې آيا د ځمكې اوسېدونكو ته د بدۍ اراده شوې او كه رب يې سمه لار ورښوول غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 72

وَّاَنَّا مِنَّا الصّٰلِحُوْنَ وَمِنَّا دُوْنَ ذٰلِكَ ؕ— كُنَّا طَرَآىِٕقَ قِدَدًا ۟ۙ

او دا چې له موږ څخه ځينې نېکان دي او ځينې له دې پرته، موږ بېلا بېلې ډلې يو. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 72

وَّاَنَّا ظَنَنَّاۤ اَنْ لَّنْ نُّعْجِزَ اللّٰهَ فِی الْاَرْضِ وَلَنْ نُّعْجِزَهٗ هَرَبًا ۟ۙ

او دا چې موږ ګومان كولو چې نه په ځمكه كې الله بېوسه كولاى شو او نه يې په تېښته كمزورى كولاى شو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 72

وَّاَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدٰۤی اٰمَنَّا بِهٖ ؕ— فَمَنْ یُّؤْمِنْ بِرَبِّهٖ فَلَا یَخَافُ بَخْسًا وَّلَا رَهَقًا ۟ۙ

او موږ چې كله لارښوونه واورېدله، ايمان مو پرې راوړ، نو څوك چې پر خپل رب ايمان راوړي، هغه بيا نه له تاواني كېدو وېريږى نه له زیاتي نه. info
التفاسير: