Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译 - 先锋翻译中心

external-link copy
103 : 5

مَا جَعَلَ اللّٰهُ مِنْ بَحِیْرَةٍ وَّلَا سَآىِٕبَةٍ وَّلَا وَصِیْلَةٍ وَّلَا حَامٍ ۙ— وَّلٰكِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— وَاَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟

نه كومه بحيره (هغه څاروی چې کله به یې یو ټاکلی عدد بچي وزیږول بیا به یې غوږ څیري کېده) الله (روا) ګرځولې، نه سائبه (هغه څاروى چې یو ټاکلی عمر به یې پوره کړ بیا به د بتانو په نامه خوشې كېدله)، نه وصيله (هغه اوښه چې پرله پسې يې ښځينه بچي زېږولي وي او بتانو ته نذر كېدله) او نه حام (هغه اوښ چې څو اوښې يې بلاربې كړې وي او بتانو ته نذر كيده)، خو څوك چې كافران شوي په الله دروغ تړي او زياتره يې عقل نه كاروي. info
التفاسير: