Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译 - 先锋翻译中心

Số trang:close

external-link copy
34 : 10

قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟

ووايه: يوازې الله ړومبى پيدايښت هم كوي او بيا يې هم راپيدا كوي نو تاسو كوم لور ته اړول كېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 10

قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یَهْدِیْ لِلْحَقِّ ؕ— اَفَمَنْ یَّهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ اَحَقُّ اَنْ یُّتَّبَعَ اَمَّنْ لَّا یَهِدِّیْۤ اِلَّاۤ اَنْ یُّهْدٰی ۚ— فَمَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟

ورته ووايه: آيا ستاسو له شريكانو څوک د حق خوا ته لارښوونه كوي؟ ورته وايه: يوازې الله د حق لارښوونه كوي، نو آيا څوک چې د حق خواته لارښوونه كوي، ډېر د متابعت وړ دى، كه هغه څوک چې په خپله لار نه مومي مګر دا چې لارښوونه ورته وشي، نو په تاسو څه شوي؟ (دا) څنګه فيصلې كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 10

وَمَا یَتَّبِعُ اَكْثَرُهُمْ اِلَّا ظَنًّا ؕ— اِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَفْعَلُوْنَ ۟

او زياتره يې پرته له ګومانه بل څه پسې نه ځي، خو په حقيقت كې ګومان د حق هېڅ اړتيا نه پوره كوي، يقيناً الله په هغه چې دوى يې كوي ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 10

وَمَا كَانَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ اَنْ یُّفْتَرٰی مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلٰكِنْ تَصْدِیْقَ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَتَفْصِیْلَ الْكِتٰبِ لَا رَیْبَ فِیْهِ مِنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۫

او دا قرآن خو داسې نه دى چې له الله پرته په دروغو جوړ شي، خو د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكې و، او د الكتاب تفصيل دى، په دې كې څه شک نشته چې دا د مخلوقاتو د رب له لوري دى. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 10

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّثْلِهٖ وَادْعُوْا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

آيا دوى وايي چې دا يې له ځانه جوړ كړى؟ ورته ووايه: ښه نو تاسو هم د دې په شان يو سورت راوړئ، او له الله پرته چې هر څوك راغوښتلى شئ راويې غواړئ، كه تاسو رښتيني ياست. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 10

بَلْ كَذَّبُوْا بِمَا لَمْ یُحِیْطُوْا بِعِلْمِهٖ وَلَمَّا یَاْتِهِمْ تَاْوِیْلُهٗ ؕ— كَذٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظّٰلِمِیْنَ ۟

بلكه هغه څه يې دروغ وګڼلو چې پوهه يې ورته نه وه رسېدلې، او تر اوسه یې معنى او حقيقت دوى ته نه دى راغلى، له دوى مخكې خلكو هم دغه شان دروغ ګڼلي وو نو ګوره چې د ظالمانو انجام څنګه و؟ info
التفاسير:

external-link copy
40 : 10

وَمِنْهُمْ مَّنْ یُّؤْمِنُ بِهٖ وَمِنْهُمْ مَّنْ لَّا یُؤْمِنُ بِهٖ ؕ— وَرَبُّكَ اَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِیْنَ ۟۠

او ځينې يې هغه دي چې باور پرې کوي او ځينې يې پرې باور نه کوي، او ستا رب په مفسدانو ډېر ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 10

وَاِنْ كَذَّبُوْكَ فَقُلْ لِّیْ عَمَلِیْ وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ ۚ— اَنْتُمْ بَرِیْٓـُٔوْنَ مِمَّاۤ اَعْمَلُ وَاَنَا بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟

كه دوى تا دروغجن ګڼي نو ووايه چې زما كړه وړه زما لپاره او ستاسي كړه وړه ستاسي لپاره دي، څه چې زه كوم د هغه له مسئوليت نه تاسي خلاص ياست او څه چې تاسي كوئ د هغه له مسئوليت نه زه خلاص يم. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 10

وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُوْنَ اِلَیْكَ ؕ— اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ وَلَوْ كَانُوْا لَا یَعْقِلُوْنَ ۟

او ځینی له دی کفارو څخه هغه خلک دي چې تاته غوږ نیسی، آیا نو ته ور اورولی شې کاڼه ته، اګر که وي دوی چې هېڅ عقل هم نه لري. info
التفاسير: