Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 简易古兰经经注普什图语版

دخان

Trong những ý nghĩa của chương Kinh:
تهديد المشركين ببيان ما ينتظرهم من العقوبة العاجلة والآجلة.
د مشرکانو ګواښل په هغه ژر يا وروسته سزا سره چې د هغوی انتظار کوي. info

external-link copy
1 : 44

حٰمٓ ۟ۚۛ

د بقرې سورت په پيل کې د دغو غوندې تورو تفصيل تېر شو. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 44

وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ

الله په هغه قرآن لوړه (قسم) وکړ چې حق ته د هدايت لارې لپاره روښانه کوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 44

اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةٍ مُّبٰرَكَةٍ اِنَّا كُنَّا مُنْذِرِیْنَ ۟

بېشکه موږ قرآن د قدر په شپه کې نازل کړی، هغه شپه د زياتو ښېګڼو شپه ده، بېشکه موږ پر دغه قرآن وېروونکي يو. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 44

فِیْهَا یُفْرَقُ كُلُّ اَمْرٍ حَكِیْمٍ ۟ۙ

په دغه شپه کې د هر محکم کار پرېکړه کيږي چې تر روزيو، د مرګ تر وختونو او دېته ورته نورو هغه څه پورې تړاو لري چې الله يې په دغه کال کې پيداکوي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 44

اَمْرًا مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— اِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ ۟ۚ

موږ له خپل لورې د هر محکم کار پرېکړه کوو، بېشکه موږ د رسولانو لېږونکي يو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 44

رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ

ای رسوله! موږ رسولان لېږو هغو خلکو ته ستا د پالونکي د رحمت په توګه چې ورلېږل شوي دي، بېشکه هغه پاک ذات د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی، پر کړنو او نيتو يې ښه پوه دی له هغه له دې څخه هيڅ هم پټ نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 44

رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۘ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟

د آسمانونو پالونکی دی، د ځمکې پالونکی دی او د هغه څه پالونکی دی چې د هغو دواړو ترمنځ دي، که چېرې تاسو پر دغه باور کوونکي ياست، نو زما پر رسول ايمان راوړئ. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 44

لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

له هغه پرته بل معبود نشته، ژوندي کول کوي او مړه کول کوي، له هغه پرته ژوندی کوونکی او مړه کوونکی نشته، ستاسو پالونکی او ستاسو د لومړنيو پلرونو پالونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 44

بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ یَّلْعَبُوْنَ ۟

دغه مشرکان پر دې خبره باور کوونکي نه دي، بلکې هغوی ترې په شک کې دي، او په هغه څه کې لوبې کوي چې باطل دي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 44

فَارْتَقِبْ یَوْمَ تَاْتِی السَّمَآءُ بِدُخَانٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

نو ای رسوله د خپل قوم د نېږدې عذاب انتظار کوه، په کومه ورځ چې آسمان ښکاره دود راوړي، چې هغوی به يې له سختې لوږې په سترګو ويني.
info
التفاسير:

external-link copy
11 : 44

یَّغْشَی النَّاسَ ؕ— هٰذَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

ستا قوم ته به عام شي، او هغوی ته به وويل شي: دا عذاب چې تاسوته در رسېدلی دردوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 44

رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ اِنَّا مُؤْمِنُوْنَ ۟

خپل پالونکي ته به په سوال کولو زارۍ کوي: چې ای زموږ پالونکيه هغه عذاب چې پر موږ دې رالېږلئ را څخه اېسته کړه، بېشکه موږ پر تا او ستا پر رسول ايمان راوړونکي يو که هغه له موږ اېسته کړې. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 44

اَنّٰی لَهُمُ الذِّكْرٰی وَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

څنګه به هغوی لره وي چې پند ترلاسه کوي او خپل پالونکي ته ور وګرځي، حال دا چې هغوی لره رسول له خپل څرګند رسالت سره راغی، او هغوی يې رېښتينولي او امانتداري وپېژندله؟! info
التفاسير:

external-link copy
14 : 44

ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوْا مُعَلَّمٌ مَّجْنُوْنٌ ۟ۘ

بيا هغوی يې له منلو مخ واړولو، او د هغه په اړه يې وويل: هغه ته ښوونه شوې چې بل څوک يې ورته ښيي او هغه رسول نه دی او په اړه يې وويل: هغه لېونی دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 44

اِنَّا كَاشِفُوا الْعَذَابِ قَلِیْلًا اِنَّكُمْ عَآىِٕدُوْنَ ۟ۘ

بېشکه موږ چې کله له تاسو څخه عذاب د لږې مودې لپاره لرې کړو، تاسو بېرته خپل کفر او درواغ ګڼلو ته ورګرځېدونکي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 44

یَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرٰی ۚ— اِنَّا مُنْتَقِمُوْنَ ۟

او ای رسوله! هغوی ته د هغې ورځې انتظار وکړه چې موږ به ستا د قوم کافران په لويه نيونه سره ونيسو د بدر په ورځ، بېشکه موږ له هغوی څخه د هغوی پر الله د کفر او د هغوی لخوا د رسول د درواغ ګڼلو له امله غچ اخېستونکي يو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 44

وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَآءَهُمْ رَسُوْلٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ

او له هغوی مخکې مو د فرعون قوم وازمويلو، او د الله له لوري عزتمن رسول ورته راغی چې هغوی يې د الله يووالي او عبادت ته رابلل، او هغه موسی عليه السلام و. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 44

اَنْ اَدُّوْۤا اِلَیَّ عِبَادَ اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

موسی فرعون او قوم ته يې وويل: بني اسرائيل ماته پرېږدئ، هغوی د الله بندګان دي، تاسو دا حق نه لرئ چې هغوی مرېيان کړئ، بېشکه زه تاسو لره د الله له لوري رسول يم، په هغه څه کې امانتداره يم چې ماته يې تر تاسو پورې د رسولو امر کړی دی، له هغه نه څه کموم او نه څه ورزياتوم. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• نزول القرآن في ليلة القدر التي هي كثيرة الخيرات دلالة على عظم قدره.
د قدر په هغه شپه کې د قرآن نازلېدل چې له ډېرو ښېګڼو ډکه شپه ده د قرآن د قدر پر لوی والي دلالت کوي. info

• بعثة الرسل ونزول القرآن من مظاهر رحمة الله بعباده.
د رسول لېږل او قران نازلېدل د الله له لوري پر بندګانو يې د رحمت له نښانو څخه دي. info

• رسالات الأنبياء تحرير للمستضعفين من قبضة المتكبرين.
د نبيانو رسالتونه د کمزورو خلکو د متکبرو له منګولو آزادول دي. info