Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 简易古兰经经注普什图语版

Số trang:close

external-link copy
27 : 4

وَاللّٰهُ یُرِیْدُ اَنْ یَّتُوْبَ عَلَیْكُمْ ۫— وَیُرِیْدُ الَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الشَّهَوٰتِ اَنْ تَمِیْلُوْا مَیْلًا عَظِیْمًا ۟

او الله تعالی غواړي چې توفیق د توبې درکړي تاسو ته، او ستاسو د ګناهونو څخه تیر شي، او غواړي هغه کسان چې په خپلو شهوتونو پسې روان دي؛ چې لرې شئ تاسو د نیغې لارې نه ډیر لرې. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 4

یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّخَفِّفَ عَنْكُمْ ۚ— وَخُلِقَ الْاِنْسَانُ ضَعِیْفًا ۟

غواړی الله تعالی چې سپک کړي له تاسو څخه په هغه احکامو کې چې ستاسو لپاره یې روا کړي دي، نو تاسو نه مکلف کوي په هغه څه چې وسه يې نه لرئ؛ ځکه چې هغه ښه پوهه دی د انسان په کمزورۍ په پیدایشت او په اخلاقو کې. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَكُمْ بَیْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِّنْكُمْ ۫— وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُمْ رَحِیْمًا ۟

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداری مو کړې ده! نه دې اخلې بعضی ستاسو نه مالونه د بعضو نورو په ناروا طریقو سره، لکه په زور اخیستل او په غلا او رشوت او نورو باطلو طریقو باندې، مګر که دا مالونه د تجارت مالونه وي چې د دواړو (اخیستونکي او خرڅوونکي) په خوښه صادر شوي وي، نو جایز دي تاسو لره د هغې خوړل او په هغه کې تصرف کول، او نه دې وژني بعضي ستاسو نه بعضو نورو لره، او نه دې مړ کوي هیڅ یو کس ستاسو نه خپل ځان لره، او خپل ځان دې هلاکت ته نه اچوي، بیشکه الله تعالی په تاسو باندې ډیر مهربانه دی، او د هغه د رحمت څخه دا دي چې په ستاسو وینې او مالونه او عرضونه يې حرام کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 4

وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ عُدْوَانًا وَّظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِیْهِ نَارًا ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟

او څوک چې وکړي دغه کارونه چې منع ترې شوې ده نو وخوري مال د بل چا او په هغه باندې تیری وکړي په وژلو سره او یا بلې طریقې سره چې ښه پوهه تیری کوونکی وي، ناخبره او هیریدونکی نه وي؛ نو خامخا زر دې چې داخل به یې کړي الله تعالی اور لوی ته د قیامت په ورځ، څکې به د هغه اور ګرمي، او برداشت کوي به د هغه عذاب، او دی دا کار په الله تعالی باندې ډیر اسان؛ ځکه چې الله تعالی قادر دی هیڅ شی یې نشې عاجز کولي (هیڅ شي ترې نشې پاتي کیدلی). info
التفاسير:

external-link copy
31 : 4

اِنْ تَجْتَنِبُوْا كَبَآىِٕرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُّدْخَلًا كَرِیْمًا ۟

که ځان لرې وساتئ تاسو -ای مومنانو- د غټو ګناهونو له کولو څخه لکه د الله تعالی سره شرک کول، او د مور او پلار نافرماني کول، او بې ګناه نفس وژل، او د سود خوړل؛ نو مونږ به تیر شو د هغو وړو ګناهونو څخه چې تاسو يې کوئ چې هغه به درنه ورژوو او ختم به يې کړو، او داخل به کړو تاسو د عزت والا ځای ته په نز د الله تعالی، او هغه ځای جنت دی. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 4

وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللّٰهُ بِهٖ بَعْضَكُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— لِلرِّجَالِ نَصِیْبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُوْا ؕ— وَلِلنِّسَآءِ نَصِیْبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ ؕ— وَسْـَٔلُوا اللّٰهَ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟

اې مومنانو د هغه څه هيله مه کوئ چې الله ستاسو څخه ځينو ته پر ځينو کومه پېرزوينه کړې ده؛ ترڅو د غصې او کينې لامل نه شي؛ نو د ښځينه و لپاره نه ښايي چې د هغه څه هيله وکړي چې الله د نارينه و لپاره ځانګړي کړي دي، ځکه د هرې ډلې لپاره د هغه له حساب سره سمه بدله ده، او له الله څخه د هغه د ورکړې د زياتوالي غوښتنه وکړئ، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، نو هر چاته يې له هغه سره مناسب څه ورکړي دي.
info
التفاسير:

external-link copy
33 : 4

وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِیَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَالْاَقْرَبُوْنَ ؕ— وَالَّذِیْنَ عَقَدَتْ اَیْمَانُكُمْ فَاٰتُوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدًا ۟۠

او لپاره د هر یو ستاسو څخه مونږ ګرځولې هغه لره خپلوان میراث اخلي د هغه مال نه چې پریښی وي مور او پلار او نورو خپلوانو د میراث نه او هغه کسان چې تاسو غوټه کړي د هغوئ سره مضبوط قسمونه په اتحاد او کومک کولو نو ورکړئ هغوی ته برخه د هغوی د میراث نه، بیشکه دی الله تعالی په هر څه باندې څاروونکې، او د هغه د څارنې څخه شاهدې د هغه ده ستاسو په دې قسمونو او لوظونو، او توارث بالحلف (په دوستئ سره د یو بل نه میراث اخیستل) د اسلام په اول کې وو، بیا منسوخ شو. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• سعة رحمة الله بعباده؛ فهو سبحانه يحب التوبة منهم، والتخفيف عنهم، وأما أهل الشهوات فإنما يريدون بهم ضلالًا عن الهدى.
د الله تعالی پراخه رحمت او مهربانې په خپلو بندګانو باندې؛ پس هغه پاک ذات خوښوي توبه ایستل د هغوی څخه، او خوښوي سپکوالی د هغوئ نه، او هر چې د شهوتونو والا دي نو هغوئ غواړې چې ګمراه کړي خلک د سمې لارې څخه. info

• حفظت الشريعة حقوق الناس؛ فحرمت الاعتداء على الأنفس والأموال والأعراض، ورتبت أعظم العقوبة على ذلك.
شریعت د خلکو د حقوقو حفاظت کړی دی؛ نو حرام کړی يې دی تیری کول په نفسونو او په مالونو او په عرضونو باندې، او په دې تیرې کولو یې سخته سزا مقرر کړی ده. info

• الابتعاد عن كبائر الذنوب سبب لدخول الجنة ومغفرة للصغائر.
د غټو ګناهونو څخه ځان لری ساتل جنت ته د ننوتلو او د وړو ګناهونو د بخلو سبب دی. info

• الرضا بما قسم الله، وترك التطلع لما في يد الناس؛ يُجنِّب المرء الحسد والسخط على قدر الله تعالى.
د الله تعالی په تقسیم او ویش باندې رضایت او خوښې، او پریښودل د څارلو د هغه څه چې د خلکو سره دي؛ انسان د حسد او د الله تعالی په تقدیر باندې د خفګان کولو څخه ژغوري. info