Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an

external-link copy
55 : 36

اِنَّ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ الْیَوْمَ فِیْ شُغُلٍ فٰكِهُوْنَ ۟ۚ

بېشکه جنتیان به د قیامت په ورځ مصروفه وي د سوچ وهلو نه په نور څه کې؛ ځکه چې کوم تلپاتې نعمتونه او ستره بریا ویني، نو دوی به په همدې کې خوشاله مزې کوي. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• في يوم القيامة يتجلى لأهل الإيمان من رحمة ربهم ما لا يخطر على بالهم.
د قیامت په ورځ به د ایمان خاوندانو ته د خپل رب له رحمت څخه هغه څه څرګند شي چې د دوی په ذهن کې به نه راتلل. info

• أهل الجنة مسرورون بكل ما تهواه النفوس وتلذه العيون ويتمناه المتمنون.
جنتیان په ټولو هغو شیانو چې زړونه یې غواړي او سترګې ترې خوند اخلي او هیله کوونکي یې هیله لري خوشاله وي. info

• ذو القلب هو الذي يزكو بالقرآن، ويزداد من العلم منه والعمل.
د زړه خاوند هغه دی چې په قرآن پاکېږي، او د هغه څخه خپل علم او عمل زیاتوي. info

• أعضاء الإنسان تشهد عليه يوم القيامة.
د انسان غړي پر هغه د قیامت په ورځ شاهدي وایي. info