Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 简易古兰经经注普什图语版

آل عمران

Trong những ý nghĩa của chương Kinh:
إثبات أن دين الإسلام هو الحق ردًّا على شبهات أهل الكتاب، وتثبيتا للمؤمنين.
د دې خبرې ثابتول چې حق دين اسلام دی، د اهل کتاب پر شبهاتو رد کول او د مؤمنانو پر خپل دين ټينګ درول دي. info

external-link copy
1 : 3

الٓمَّٓ ۟ۙۚ

(الم) دا مقطعات (پرې شوي) حروف دي، د دې په څېر مخکې د البقره په سورت کې تېر شوي، او په دې کې د عربو ناتوانۍ ته اشاره ده چې د دې قرآن په څېر څه راوړي، سره لدې چې قرآن کریم هم د داسې حروفو څخه جوړ شوی په کومو چې دا سورت پېل شوی، او د همدې حروفو څخه دوی خپلې خبرې هم جوړوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 3

اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ ۟ؕ

الله تعالی هغه ذات دی چې له ده پرته په حق سره د عبادت وړ بل څوک نشته، ژوندی دی په بشپړ ژوند سره چې نه مرګ لري او نه کمی، سمبالوونکی دی هغه چې په خپل ذات ولاړ دی او د ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، او ټول مخلوقات پر ده ولاړ دي، لده څخه په هېڅ حالت کې نشي بې پروا کېدلی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 3

نَزَّلَ عَلَیْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ وَاَنْزَلَ التَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ ۟ۙ

نازل کړی یې دی پر تا -ای پېغمبره- قرآن چې رښتیا ویونکی دی په خبر ورکولو کې او انصاف کوونکی دی په پرېکړو کې، د مخکینیو الهي کتابونو سره موافق دی، د دې تر منځ هېڅ ټکر نشته، او نازل کړی یې دی تورات په موسی علیه السلام، او انجیل په عیسی علیه السلام، مخکې له نازلولو د قرآن کریم څخه پر تا، او دا ټول الهي کتابونه خلکو ته د هغوی د دین او دنیا د سمون هدایت او لارښونه ده، او نازل کړی یې دی فرقان (توپير کوونکی) په کوم چې حق له باطل څخه پېژندل کېږي او هدایت له ګمراهۍ څخه، او هغه کسان چې د الله تعالی په هغو آیاتونو چې پر تا یې نازل کړي کفر کوي، دوی لپاره سخت عذاب دی، او الله تعالی برلاسی دی هېڅ پرې غالب کیدلای نشي، د هغه چا څخه انتقام (کسات) اخیستلو څښتن دی چې د ده پېغمبران یې دروغجن ګڼلي او د ده د امر مخالفت یې کړی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 3

مِنْ قَبْلُ هُدًی لِّلنَّاسِ وَاَنْزَلَ الْفُرْقَانَ ؕ۬— اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟ؕ

نازل کړی یې دی پر تا -ای پېغمبره- قرآن چې رښتیا ویونکی دی په خبر ورکولو کې او انصاف کوونکی دی په پرېکړو کې، د مخکینیو الهي کتابونو سره موافق دی، د دې تر منځ هېڅ ټکر نشته، او نازل کړی یې دی تورات په موسی علیه السلام، او انجیل په عیسی علیه السلام، مخکې له نازلولو د قرآن کریم څخه پر تا، او دا ټول الهي کتابونه خلکو ته د هغوی د دین او دنیا د سمون هدایت او لارښونه ده، او نازل کړی یې دی فرقان (توپير کوونکی) په کوم چې حق له باطل څخه پېژندل کېږي او هدایت له ګمراهۍ څخه، او هغه کسان چې د الله تعالی په هغو آیاتونو چې پر تا یې نازل کړي کفر کوي، دوی لپاره سخت عذاب دی، او الله تعالی برلاسی دی هېڅ پرې غالب کیدلای نشي، د هغه چا څخه انتقام (کسات) اخیستلو څښتن دی چې د ده پېغمبران یې دروغجن ګڼلي او د ده د امر مخالفت یې کړی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 3

اِنَّ اللّٰهَ لَا یَخْفٰی عَلَیْهِ شَیْءٌ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ۟ؕ

بیشکه له الله تعالی هېڅ شی نه په ځمکه کې او نه په اسمان کې پټېدلای شي، په تحقیق سره راګیر کړی علم او پوهې د الله تعالی ټولو شیانو لره که پټ دی اوکه ښکاره دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 3

هُوَ الَّذِیْ یُصَوِّرُكُمْ فِی الْاَرْحَامِ كَیْفَ یَشَآءُ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

هغه ذات چې تاسو د مېندو په خیټو کې په مختلفو شکلونو چې وغواړي پېدا کوي، نارینه یا ښځینه، ښایسته یا بد رنګ، سپین یا تور، نشته معبود په حق سره پرته له ده، برلاسی دی چې نه کوز لاسی کېږي، ځېرک دی په خپل پېدایښت، تدبیر او شریعت کې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 3

هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ عَلَیْكَ الْكِتٰبَ مِنْهُ اٰیٰتٌ مُّحْكَمٰتٌ هُنَّ اُمُّ الْكِتٰبِ وَاُخَرُ مُتَشٰبِهٰتٌ ؕ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ زَیْغٌ فَیَتَّبِعُوْنَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَآءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَآءَ تَاْوِیْلِهٖ ؔۚ— وَمَا یَعْلَمُ تَاْوِیْلَهٗۤ اِلَّا اللّٰهُ ۘؐ— وَالرّٰسِخُوْنَ فِی الْعِلْمِ یَقُوْلُوْنَ اٰمَنَّا بِهٖ ۙ— كُلٌّ مِّنْ عِنْدِ رَبِّنَا ۚ— وَمَا یَذَّكَّرُ اِلَّاۤ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟

هغه ذات دی چې پر تا -ای پېغمبره- یې قرآن نازل کړی، له هغه نه څه آیتونه څرګندې معناوې لري، هېڅ ګډوډی نلري، چې بنسټ د کتاب او زیاتره همدا دي، او همدې ته د اختلاف پر مهال ورګرځېدل کېږي، او له دې څخه نور آیتونه دي چې د ګڼو معناګانو احتمال لري، په ډېرو خلکو یې معنا ګډوډېږي، پس هغه کسان چې د هغوی په زړونو کې د حق څخه کوږوالی وي نو محکم پرېږدي، او د احتمال والا متشابه رانیسي؛ پدې سره د شبهاتو را پارول او د خلکو ګمراه کول غواړي، او پدې سره د خپلو خواهشاتو پر بنسټ اصلي معنا د خپل فاسد مذهب سره سمه راوباسي، او د دې آیتونو حقیقي معنا او پایلې باندې یوازې الله تعالی پوهېږي، او پاخه په علم کې قوي خلک وایي: مونږ په ټول قرآن باور لرو؛ ځکه ټول زمونږ د رب لخوا دی، او متشابه آیتونه د محکمو په رڼا کې تفسیروي. او پند نه اخلي مګر د روغو عقلونو خاوندان یې اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 3

رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوْبَنَا بَعْدَ اِذْ هَدَیْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةً ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ ۟

او دا (په علم کې) پاخه وایي: ای ربه زمونږ! زمونږ زړونه د حق څخه مه کږوه پس لدې چې ته راته لارښوونه وکړې، او وساتې مونږ له هغه څه نه چې د حق څخه کاږه شوي خلکو ته رسېدلي، او راکړې مونږ ته له خپل لوري څخه پراخه رحمت چې زړونه مو پرې هدایت ومومي، او له بې لاریتوب څخه مو وساتي، بېشکه ته -ای ربه زمونږ- بخښونکی د ډېرې ورکړې یې. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 3

رَبَّنَاۤ اِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِیَوْمٍ لَّا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُخْلِفُ الْمِیْعَادَ ۟۠

ای زمونږ ربه! بېشکه زر دی چې ته به ټول خلک ځان ته د دوی څخه د حساب اخیستلو لپاره راټول کړې په داسې ورځ چې هېڅ شک پکې نشته، پس دا ورځ له شک پرته راتلونکې ده، بېشکه ته -ای زمونږ ربه- د ژمنې خلاف نه کوې. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• أقام الله الحجة وقطع العذر عن الخلق بإرسال الرسل وإنزال الكتب التي تهدي للحق وتحذر من الباطل.
الله تعالی پر بنده ګانو حجت قائم کړی او عذر یې ور څخه پرې (ختم) کړی د پېغمبرانو په رالېږلو او د کتابونو په نازلولو کوم چې د حق لارښوونه کوي او له باطل څخه وېرول کوي. info

• كمال علم الله تعالى وإحاطته بخلقه، فلا يغيب عنه شيء في الأرض ولا في السماء، سواء كان ظاهرًا أو خفيًّا.
د الله تعالی د علم پوره والی او مخلوق لره د هغه راګېرول، پس هېڅ شی د هغه څخه نه په اسمانونو او نه په ځمکه کې پټېدلای شي، برابره ده که ښکاره وي یا پټ. info

• من أصول أهل الإيمان الراسخين في العلم أن يفسروا ما تشابه من الآيات بما أُحْكِم منها.
د هغو مومنانو چې په علم کې پاخه دې د اصولو څخه دا دې چې د متشابهو آیاتونو تفسیر په محکمو باندې کوي. info

• مشروعية دعاء الله تعالى وسؤاله الثبات على الحق، والرشد في الأمر، ولا سيما عند الفتن والأهواء.
د الله تعالی څخه په حق باندې د ثابت پاتې کېدلو، په کارونو کې د بریا، دعاء او سوال (غوښتلو) روا والی، او په ځانګړي ډول د فتنو او هوسونو پر مهال. info