Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an

external-link copy
89 : 26

اِلَّا مَنْ اَتَی اللّٰهَ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟ؕ

مګر هغه څوک چې الله ته له داسې روغ زړه سره راغلی وي چې نه په هغه کې شرک وي، نه نفاق، نه ځان ښودنه او نه هم لويي؛ نو هغه به له خپل هغه مال څخه ګټه واخلي چې د الله په لار کې يې لګولی وي او له هغو اولادونو څخه به ګټه واخلي چې هغه ته دعا کوي. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• أهمية سلامة القلب من الأمراض كالحسد والرياء والعُجب.
د کينې، ځان ښودنې او لويۍ غوندې ناروغيو څخه د زړه د سلامتيا اهميت. info

• تعليق المسؤولية عن الضلال على المضلين لا تنفع الضالين.
د لار ورکوونکو مسؤليت تر لار ورکۍ پورې ورکول، لار ورکو ته کومه ګټه نه رسوي. info

• التكذيب برسول الله تكذيب بجميع الرسل.
د الله د يو رسول درواغجن ګڼل د ټولو رسولانو درواغجن ګڼل دي. info

• حُسن التخلص في قصة إبراهيم من الاستطراد في ذكر القيامة ثم الرجوع إلى خاتمة القصة.
د ابراهيم کيسه په ښه ډول پای ته رسېدل، چې د قيامت يادونه پکې وشوه او بيا کيسه پای ته ورسېده. info