Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 简易古兰经经注普什图语版

external-link copy
7 : 25

وَقَالُوْا مَالِ هٰذَا الرَّسُوْلِ یَاْكُلُ الطَّعَامَ وَیَمْشِیْ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— لَوْلَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَلَكٌ فَیَكُوْنَ مَعَهٗ نَذِیْرًا ۟ۙ

د نبي صلی الله علیه وسلم درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: دغه سړي لره څه دي چې ځان د الله لخوا رسول ګڼي، همداسې خوراک کوي لکه نور خلک يې چې کوي، په بازار کې د ژوند د توکو په لټه کې ګرځي او را ګرځي، ولې الله له هغه سره يوه پرېښته نه ده رالېږلې چې له هغه سره ملګرې وي چې تصديق او مرسته يې کوي. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• اتصاف الإله الحق بالخلق والنفع والإماتة والإحياء، وعجز الأصنام عن كل ذلك.
د حقيقي الله لپاره د پيداکولو، ګټې رسولو، مرګ ورکولو او را ژوندي کولو صفات بيانول او د بوتانو له دغه څه څخه بې وسه کېدل. info

• إثبات صفتي المغفرة والرحمة لله.
د بښنې او رحمت صفتونه الله لره ثابتول. info

• الرسالة لا تستلزم انتفاء البشرية عن الرسول.
د رسالت لپاره اړينه نه ده چې له رسول څخه بشريت نفي کړل شي. info

• تواضع النبي صلى الله عليه وسلم حيث يعيش كما يعيش الناس.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم تواضع چې د خلکو غوندې ژوند کوي. info