Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an

external-link copy
64 : 24

اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قَدْ یَعْلَمُ مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ ؕ— وَیَوْمَ یُرْجَعُوْنَ اِلَیْهِ فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠

خبردار اوسئ د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه، څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي هغه يوازې الله لره دي، ای خلکو تاسو چې په هر حال کې وئ هغه پرې پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، د قيامت په ورځ چې له مرګ وروسته په بېرته ژوندي کېدو هغه ته ورګرځي؛ نو هغوی به د دنيا پر هغو کړنو چې ترسره کړې يې دي خبر کړي، او الله پر هر څه ښه پوه دی، په آسمانونو او ځمکه کې هيڅ هم ترې پټ نه دي. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• دين الإسلام دين النظام والآداب، وفي الالتزام بالآداب بركة وخير.
د اسلام دين د نظام او آدابو دين دی، او د آدابو په مراعات کې خير او برکت دی. info

• منزلة رسول الله صلى الله عليه وسلم تقتضي توقيره واحترامه أكثر من غيره.
د رسول مرتبه د نورو په پرتله زياته د عزت او درناوي وړ ده. info

• شؤم مخالفة سُنَّة النبي صلى الله عليه وسلم.
د نبي صلی الله علیه وسلم د مخالفت ناوړه پايله. info

• إحاطة ملك الله وعلمه بكل شيء.
د الله د ملکيت او پوهې پر هر څه چاپېروالی. info