Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an

external-link copy
28 : 24

فَاِنْ لَّمْ تَجِدُوْا فِیْهَاۤ اَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوْهَا حَتّٰی یُؤْذَنَ لَكُمْ ۚ— وَاِنْ قِیْلَ لَكُمُ ارْجِعُوْا فَارْجِعُوْا هُوَ اَزْكٰی لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟

که چېرې مو په دغو کورونو کې هيڅوک و نه موندل؛ نو تر هغه مه ورننوځئ تر څو د هغه چا لخوا اجازه نه وي درکړل شوې چې د اجازې واک لري، که چېرې يې څښتنانو درته وويل: وګرځئ؛ نو را وګرځئ او مه ننوځئ، بېشکه دغه ستاسو لپاره د الله پر وړاندې ډېره پاکيزه لار ده، الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي، ژر دی چې تاسو ته به پرې جزا درکړي. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• جواز دخول المباني العامة دون استئذان.
عامه ځايونو ته پرته له اجازې د ننوتلو رواوالی. info

• وجوب غض البصر على الرجال والنساء عما لا يحلّ لهم.
د نارينه او ښځينه وو لپاره له هغو شيانو څخه د سترګو د ټيټولو وجوب چې ورته روا نه وي. info

• وجوب الحجاب على المرأة.
پر ښځه د پردې لازموالی. info

• منع استخدام وسائل الإثارة.
د شهوت پاروونکو وسائلو د کارولو ممانعت. info