Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Руввадут Таржама маркази

Бет рақами:close

external-link copy
45 : 42

وَتَرٰىهُمْ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا خٰشِعِیْنَ مِنَ الذُّلِّ یَنْظُرُوْنَ مِنْ طَرْفٍ خَفِیٍّ ؕ— وَقَالَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَاَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ فِیْ عَذَابٍ مُّقِیْمٍ ۟

او وينې به يې چې هغه (اور) ته ور وړاندې كول کيږي، له (ډېرې) خوارۍ به وېرېدونكي وي د سترګو له كونجو به ورګوري، او چا چې ايمان راوړى وايي به: بېشكه (اصلى) تاوانيان هغه كسان دي چې د قيامت په ورځ يې خپل ځانونه او كورنۍ په تاوان كې راوستلې خبر اوسئ چې ظالمان به رېښتيا په تلپاتې عذاب كې وي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 42

وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ اَوْلِیَآءَ یَنْصُرُوْنَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ

او د هغو لپاره به څوك داسې ملګري هم نه وي چې له الله پرته يې مرسته وكړي، او څوك چې الله يې بې لارې كړي نو بيا هغه لره هيڅ لار نشته. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 42

اِسْتَجِیْبُوْا لِرَبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ مَّلْجَاٍ یَّوْمَىِٕذٍ وَّمَا لَكُمْ مِّنْ نَّكِیْرٍ ۟

د خپل رب حكم ومنئ مخكې تر دې چې د الله له لوري داسې ورځ راشي چې بيا د هغې ايسارېده نشته، په هغه ورځ به تاسي لره نه د پټونې ځاى وي، او نه ستاسي د منكرېدو څه لار. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 42

فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ؕ— اِنْ عَلَیْكَ اِلَّا الْبَلٰغُ ؕ— وَاِنَّاۤ اِذَاۤ اَذَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَاِنَّ الْاِنْسَانَ كَفُوْرٌ ۟

بيا كه هغوى مخ واړولو نو ته مو پرې ساتونكى نه يې لېږلى، پر تا له ښكاره تبليغه پرته بل څه نشته، او موږ چې كله انسان ته له خپل لوري څه رحمت وروڅكو نو پرې خوشاله شي او كه څه مصیبت ورورسیږي په سبب د هغه ګناهونو چې مخکې لیږلي لاسونو د دوی (بيا هغه) انسان په رېښتيا نا شكره دى. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 42

لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— یَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ اِنَاثًا وَّیَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ الذُّكُوْرَ ۟ۙ

الله لره د آسمانو او ځمكې پاچايي ده، څه چې غواړي هغه پيدا كوي، چا ته چې وغواړي انجونې ورکوي او چا ته چې وغواړي نارينه وركوي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 42

اَوْ یُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَّاِنَاثًا ۚ— وَیَجْعَلُ مَنْ یَّشَآءُ عَقِیْمًا ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌ قَدِیْرٌ ۟

يا جوړه نارينه او ښځينه وركوي، او چا ته يې چې خوښه شي شنډوي يې، بېشكه هغه ډېر پوه قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 42

وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّكَلِّمَهُ اللّٰهُ اِلَّا وَحْیًا اَوْ مِنْ وَّرَآئِ حِجَابٍ اَوْ یُرْسِلَ رَسُوْلًا فَیُوْحِیَ بِاِذْنِهٖ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟

او نه ښایی هيڅ انسان ته چې الله ورسره وغږيږي، پرته له دې چې وحي به وي، يا له پردې شاته، يا كوم رسول وليږي او هغه د ده په حكم سره څه چې غواړي وحي كړي، په رېښتيا هغه لوړ [په اعتبار د مرتبې، ذات اوغلبې] حکمت والا دى. info
التفاسير: