Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Руввадут Таржама маркази

Бет рақами:close

external-link copy
32 : 42

وَمِنْ اٰیٰتِهِ الْجَوَارِ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ؕ

او (بل) د هغه له نښانو څخه په سمندر كې د غرونو په شان چلېدونكې بېړۍ دي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 42

اِنْ یَّشَاْ یُسْكِنِ الرِّیْحَ فَیَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلٰی ظَهْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟ۙ

كه خوښه يې شي باد به غلى كړي او هغه (بېړۍ) به يې په ډډه ولاړې پاتې شي، په رېښتيا په دې كې د هر صبرکوونکي شکرکوونکي لپاره (ډېرې) نښانې دي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 42

اَوْ یُوْبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوْا وَیَعْفُ عَنْ كَثِیْرٍ ۟ۙ

يا به يې په خپلو كړو وړو سره تباه كړي او له ډېرو (لا) تيريږي هم. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 42

وَّیَعْلَمَ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا ؕ— مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ ۟

او هغو خلكو ته معلومه شي كوم چې زموږ په آيتونو كې جګړې كوي چې د هغوى لپاره څه خلاصون نشته. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 42

فَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟ۚ

نو څه چې تاسو ته دركړل شوي، هغه معمولي څکه ده د دنیوي ژوند، او څه چې له الله سره دي هغه غوره او همیشه دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان يې راوړى او پر خپل رب بروسه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 42

وَالَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَاِذَا مَا غَضِبُوْا هُمْ یَغْفِرُوْنَ ۟ۚ

او هغه كسان چې له سترو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي او كله چې په غوسه شي بيا بخښنه (هم) كوي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 42

وَالَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ۪— وَاَمْرُهُمْ شُوْرٰی بَیْنَهُمْ ۪— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ۚ

او هغوى چې د خپل رب (د حكم) منل كوي، لمونځ ترسره كوي، (هر) كار يې په خپل منځي مشورې سره وي او له هغه څه نه چې موږ ور روزي كړي، لګښت كوي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 42

وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَهُمُ الْبَغْیُ هُمْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟

او هغوى چې كله تېرى ورباندې وشي نو (يوازې) خپل غچ اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 42

وَجَزٰٓؤُا سَیِّئَةٍ سَیِّئَةٌ مِّثْلُهَا ۚ— فَمَنْ عَفَا وَاَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او د بدۍ بدله همغسې بدي ده (نه زياته) خو څوک چې تېر شي او سوله وكړي نو اجر يې پر الله دى، بېشكه هغه ظالمان نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 42

وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ مَا عَلَیْهِمْ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ

او څوك چې له مظلوم كېدو وروسته (يوازې) خپل بدل اخلي نو پر هغوى (د پړې) كومه لار نشته. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 42

اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَظْلِمُوْنَ النَّاسَ وَیَبْغُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

بیشکه لار (د ملامتیا) پر هغو خلكو ده چې پر خلكو ظلمونه كوي او نا حقه په ځمكه كې تېرى كوي، د دوى لپاره دردوونکی عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 42

وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟۠

او څوک چې صبر او بخښنه كوي، په رېښتيا دا د مضبوطو كارونو څخه دي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 42

وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ وَّلِیٍّ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَتَرَی الظّٰلِمِیْنَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ یَقُوْلُوْنَ هَلْ اِلٰی مَرَدٍّ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ۚ

او څوک چې الله يې بې لارې كړي نو له هغه وروسته بيا ده لره څوك كار جوړوونكى نشته او (دا) ظالمان به ته وينې كله چې هغوى عذاب وويني وايي به: آيا د بېرته تلو كومه لار شته؟ info
التفاسير: