Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Руввадут Таржама маркази

Бет рақами:close

external-link copy
38 : 4

وَالَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ رِئَآءَ النَّاسِ وَلَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَلَا بِالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— وَمَنْ یَّكُنِ الشَّیْطٰنُ لَهٗ قَرِیْنًا فَسَآءَ قَرِیْنًا ۟

او (بل) هغوى چې خپل مالونه خلكوته ځان ښودنې لپاره لګوي او په الله او آخرت ورځ ايمان نه لري، او د چا چې شيطان ملګرى شى نو ډېر بد ملګرى (يې) دى. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 4

وَمَاذَا عَلَیْهِمْ لَوْ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقَهُمُ اللّٰهُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِهِمْ عَلِیْمًا ۟

او په دوى به څه شوي وو كه پر الله او آخرت ورځ يې ايمان راوړى وای او له هغې روزي نه چې الله وركړې څه يې (الله لپاره) لګولي واى او الله خو پر دوى ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 4

اِنَّ اللّٰهَ لَا یَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ ۚ— وَاِنْ تَكُ حَسَنَةً یُّضٰعِفْهَا وَیُؤْتِ مِنْ لَّدُنْهُ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟

بې شكه الله ذرې هومره ظلم نه كوي او كه هغه ښېګړه وي نو دوه برابره يې كوي او له خپل لوري لا ستر اجر هم وركوي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 4

فَكَیْفَ اِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ بِشَهِیْدٍ وَّجِئْنَا بِكَ عَلٰی هٰۤؤُلَآءِ شَهِیْدًا ۟ؕؔ

نو څه حال به وي كله چې له هر امت نه څوك شاهد راولو او تا پر دغو شاهد راولو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 4

یَوْمَىِٕذٍ یَّوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَعَصَوُا الرَّسُوْلَ لَوْ تُسَوّٰی بِهِمُ الْاَرْضُ ؕ— وَلَا یَكْتُمُوْنَ اللّٰهَ حَدِیْثًا ۟۠

په هغه ورځ به چا چى كفر کړی وي او له دې رسوله یې سرغړونه كړې وي، دا خوښوي چې ارمان ځمكه پرې هواره شوې واى او الله نه به هيڅ خبره نه شي پټولاى. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْرَبُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْتُمْ سُكٰرٰی حَتّٰی تَعْلَمُوْا مَا تَقُوْلُوْنَ وَلَا جُنُبًا اِلَّا عَابِرِیْ سَبِیْلٍ حَتّٰی تَغْتَسِلُوْا ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَوْ عَلٰی سَفَرٍ اَوْ جَآءَ اَحَدٌ مِّنْكُمْ مِّنَ الْغَآىِٕطِ اَوْ لٰمَسْتُمُ النِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوْا مَآءً فَتَیَمَّمُوْا صَعِیْدًا طَیِّبًا فَامْسَحُوْا بِوُجُوْهِكُمْ وَاَیْدِیْكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُوْرًا ۟

ای مومنانو په داسې حال كې لمانځه ته مه نږدى كېږئ چې تاسو نېشه (يا مست) یاست، تر هغه پورې چې پوه شئ پر هغه څه چې تاسو يې وايئ، او (همداراز) نه په جنابت كې مګر دا چې لاروي ياست تر هغو چې غسل وكړئ او كه تاسو ناروغ وئ يا په مسافرۍ كې، يا كوم يو له ميتيازو راغلئ، يا مو ښځو سره نږدېوالى وكړ خو اوبه مو ونه موندې نو د پاكې خاورې تيمم وكړئ او پر خپلو مخونو اولاسونو يې ومښئ، بى شكه الله بخښونكى عفو كوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 4

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یَشْتَرُوْنَ الضَّلٰلَةَ وَیُرِیْدُوْنَ اَنْ تَضِلُّوا السَّبِیْلَ ۟ؕ

آيا هغو ته دې پام نه دى كړى چې د كتاب يوه برخه وركړل شوې (خو) بې لاريتوب پيري او غواړي چې تاسو هم سمه لار وركه كړئ. info
التفاسير: