Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Руввадут Таржама маркази

Бет рақами:close

external-link copy
75 : 4

وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَآءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ الظَّالِمِ اَهْلُهَا ۚ— وَاجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا ۙۚ— وَّاجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ نَصِیْرًا ۟ؕ

او په تاسو څه شوي چې د الله په لار كې او د هغو بې وزلو سړيو، ښځو او ماشومانو (ژغورنې) لپاره نه جنګېږئ چې وايي زموږ ربه له دې كلى مو وباسه چې خلك يې ظالمان دي، او له خپل لوري څوك پالونكى راته وټاكه او له خپلې خوا څوك مرستندوى راته وټاكه. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 4

اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ الطَّاغُوْتِ فَقَاتِلُوْۤا اَوْلِیَآءَ الشَّیْطٰنِ ۚ— اِنَّ كَیْدَ الشَّیْطٰنِ كَانَ ضَعِیْفًا ۟۠

چا چې ايمان راوړى د الله په لار كې جنګيږي او څوك چې كافر شوي د شيطان په لار كې جنګيږي، نو د شيطان ملګرو سره وجنګيږئ چې د شيطان تدبير حتماً كمزورى دى. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 4

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ قِیْلَ لَهُمْ كُفُّوْۤا اَیْدِیَكُمْ وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ ۚ— فَلَمَّا كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقِتَالُ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْیَةِ اللّٰهِ اَوْ اَشَدَّ خَشْیَةً ۚ— وَقَالُوْا رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَیْنَا الْقِتَالَ ۚ— لَوْلَاۤ اَخَّرْتَنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ؕ— قُلْ مَتَاعُ الدُّنْیَا قَلِیْلٌ ۚ— وَالْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّمَنِ اتَّقٰی ۫— وَلَا تُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟

آيا هغو ته دې نه دي كتلي چې ورته وويل شول: لاسونه مو (له جنګه ونيسئ) لمونځ كوئ او زكات وركوئ، خو كله چې جنګ ورباندې فرض شو نو دا دى يوه ډله يې له خلكو داسې ډاريږي لكه الله نه وېرېدل يا له هغه هم زياته وېره، او ويل يې: زموږ ربه! ولې دې جګړه را باندى فرض كړه؟ ولې دې تر څه نږدې نېټې ونه ځنډولو؟ ورته وايه دنيايي ګټه سامان ډېر لږ دى او آخرت غوره دى چا ته چې ځان يې وساتلو او وېښته غوندې ظلم به نه درسره كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 4

اَیْنَمَا تَكُوْنُوْا یُدْرِكْكُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنْتُمْ فِیْ بُرُوْجٍ مُّشَیَّدَةٍ ؕ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ یَّقُوْلُوْا هٰذِهٖ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ یَّقُوْلُوْا هٰذِهٖ مِنْ عِنْدِكَ ؕ— قُلْ كُلٌّ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— فَمَالِ هٰۤؤُلَآءِ الْقَوْمِ لَا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ حَدِیْثًا ۟

هرچېرې چې ياست مرګ به مو بيامومي كه څه هم په كلكو پخو كلاګانو كې ياست، او كه څه ښېګړه ور ورسيږي وايي دا د الله له لوري وه، خو چې كړاو ورپېښ شي، وايي: دا له تا ده، ورته وايه دا ټول د الله له لوري دي، نو په دې خلكو څه شوي چې په هېڅ خبره نه پوهيږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
79 : 4

مَاۤ اَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ ؗ— وَمَاۤ اَصَابَكَ مِنْ سَیِّئَةٍ فَمِنْ نَّفْسِكَ ؕ— وَاَرْسَلْنٰكَ لِلنَّاسِ رَسُوْلًا ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟

(خبره داده) كومه ښېګړه چې در ورسي د الله له خوا ده او كه څه كړاو در پېښ شي نو ستا له خپله ځانه ده، او ته مو خلكو ته يو استازى لېږلى يې، او الله د شاهد په توګه بس دى. info
التفاسير: