قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز

صفحہ نمبر:close

external-link copy
131 : 7

فَاِذَا جَآءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوْا لَنَا هٰذِهٖ ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ یَّطَّیَّرُوْا بِمُوْسٰی وَمَنْ مَّعَهٗ ؕ— اَلَاۤ اِنَّمَا طٰٓىِٕرُهُمْ عِنْدَ اللّٰهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

کله به چې ښه حالات پرې راغلل نو ویل به يي مونږ د همدی وړیو. او که بده ورځ به په راغله نو موسی او د هغه ملګري به يي په بد فالۍ نیول. خو باید څرګنده شي چې د هغوی قسمت یوازې د الله له لورې دی خو زیات يي نه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 7

وَقَالُوْا مَهْمَا تَاْتِنَا بِهٖ مِنْ اٰیَةٍ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا ۙ— فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟

او ویل به يي ای موسی! ته چې زمونږ د تابع کولو لپاره هر دلیل را وړاندې کړې مونږ ستا منوونکي نه یو. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 7

فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الطُّوْفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ اٰیٰتٍ مُّفَصَّلٰتٍ ۫— فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟

نو هغه و چې مونږ پرې طوفان، ملخان، سپږې، چونګښې او وینه د جلا، جلا دلایلو په توګه ور حواله کړل. خو هغوی لويي وکړه او هغوی ګناه کوونکی قوم وه. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 7

وَلَمَّا وَقَعَ عَلَیْهِمُ الرِّجْزُ قَالُوْا یٰمُوْسَی ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۚ— لَىِٕنْ كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ۚ

او کله چې به هم عذاب پرې راغې نو موسی ته به يي ویل ای موسی د هغه مقام له مخې چې ستا رب تا ته درکړی دی مونږ لپاره غوښتنه وکړه. که تا له مونږ نه دا عذاب لرې کړ نو مونږ به خامخا په تا ایمان راوړو او بني اسرائیلو ته اجازه ورکړو چې له تاسره ولاړ شي. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 7

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ اِلٰۤی اَجَلٍ هُمْ بٰلِغُوْهُ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ ۟

خو کله به مو چې د ټاکلي وخت په تیریدلو له هغوی نه عذاب لری کړ وعده به يي ماتوله. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 7

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ بِاَنَّهُمْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا عَنْهَا غٰفِلِیْنَ ۟

نو مونږ ترې غچ واخیست او په سیند مو لاهو کړل ځکه چې زمونږ ټول دلایل یې درواغ ګڼل او بالکل ورڅخه بې پرواء وو. info
التفاسير:

external-link copy
137 : 7

وَاَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِیْنَ كَانُوْا یُسْتَضْعَفُوْنَ مَشَارِقَ الْاَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا ؕ— وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنٰی عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— بِمَا صَبَرُوْا ؕ— وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ یَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهٗ وَمَا كَانُوْا یَعْرِشُوْنَ ۟

او کمزوري کړي شوي قوم ته مې د هغې ځمکې ختیځې او لویدیځې برخې ورکړې چې له برکتنو څخه مې ډکې کړې وي ـ او له بني اسرائیلو سره د هغوی د زغم له کبله ستا د رب غوره [۳] خره پوره او مونږ د فرعون او د هغه ټولې هلې ځلې او لوړې ماڼۍ يي د تل لپاره له مینځه یووړلې. info

[۳] غوره خبره یعنې د بني اسرائیلو د بري او د فرعون د هلاکوالي وعده( ابن جریر الطبري).

التفاسير: