قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز

صفحہ نمبر:close

external-link copy
121 : 7

قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

او ویل یي مونږ د ګردو کائناتو په رب ایمان راوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 7

رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟

چې د موسی او هارون رب دی. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 7

قَالَ فِرْعَوْنُ اٰمَنْتُمْ بِهٖ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّ هٰذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوْهُ فِی الْمَدِیْنَةِ لِتُخْرِجُوْا مِنْهَاۤ اَهْلَهَا ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟

فرعون وویل: ایا تاسو زما له اجازې پرته ایمان راوړ؟ دا ستاسې یوه دسیسه وه چې په ښار کې مو سره تړلې وه تر څو ترې اصلي اوسیدونکي وباسئ. نو اوس به یې نتیجه ووینئ. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 7

لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ ثُمَّ لَاُصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

زه ستاسې لاسونه او پښې ادل بدل پرې او بیا به ټول په دار وڅړوم. info
التفاسير:

external-link copy
125 : 7

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ

هغوی وویل: بې شکه مونږ به خپل رب ته بیرته ورشو. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 7

وَمَا تَنْقِمُ مِنَّاۤ اِلَّاۤ اَنْ اٰمَنَّا بِاٰیٰتِ رَبِّنَا لَمَّا جَآءَتْنَا ؕ— رَبَّنَاۤ اَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَّتَوَفَّنَا مُسْلِمِیْنَ ۟۠

او تا په مونږ کې پرته له دې بله ګناه نده لیدلې چې مونږ د خپل رب په هغو معجزو ایمان راوړ چې مونږ ته ډاګیزې او ثابتې شوي. ای زمونږ ربه! مونږ ته صبر راکړه او تا ته مو مسلمانان دروله. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 7

وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ اَتَذَرُ مُوْسٰی وَقَوْمَهٗ لِیُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَیَذَرَكَ وَاٰلِهَتَكَ ؕ— قَالَ سَنُقَتِّلُ اَبْنَآءَهُمْ وَنَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ ۚ— وَاِنَّا فَوْقَهُمْ قٰهِرُوْنَ ۟

د فرعون د قوم مشرانو وویل: ته موسی او د هغه قوم ته مخه ورکوې چې په ځمکه کې ګډوډي جوړه تا، او ستا خدایان پریږدي؟ فرعون وویل نه بلکې مونږ به يي نران ووژنو او ښځې به يي ژوندۍ پریږدو او مونږ پر هغوی برلاسي یو. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 7

قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اسْتَعِیْنُوْا بِاللّٰهِ وَاصْبِرُوْا ۚ— اِنَّ الْاَرْضَ لِلّٰهِ ۙ۫— یُوْرِثُهَا مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟

موسی خپل قوم ته وویل: له الله نه کومک وغواړئ. او صبر وکړئ بې شکه چې ځمکه د الله ده په خپلو بنده ګانو کې یې چې چاته خوښه شي په واک کې يي ورکوي. او بالاخره بری د پرهیزګارانو په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 7

قَالُوْۤا اُوْذِیْنَا مِنْ قَبْلِ اَنْ تَاْتِیَنَا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ؕ— قَالَ عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یُّهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَیَسْتَخْلِفَكُمْ فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرَ كَیْفَ تَعْمَلُوْنَ ۟۠

قوم يي وویل ستا له راتګ نه وړاندې هم مونږ ځورول کیدو او دا دی ستا له راتګ نه وروسته هم. موسی ځواب ورکړ چې نژدې ده چې رب مو دښمن هلاک او په ځای يي تاسې د ځمکې واکمن کړي او وګوري چې تاسې څرنګه چال چلند کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 7

وَلَقَدْ اَخَذْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِیْنَ وَنَقْصٍ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟

مونږ فرعونیان په کاتۍ او د میوو او حاصلاتو په کموالي اخته کړل کیدای شي چې هغوی پند واخلي. info
التفاسير: