قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز

صفحہ نمبر:close

external-link copy
39 : 22

اُذِنَ لِلَّذِیْنَ یُقٰتَلُوْنَ بِاَنَّهُمْ ظُلِمُوْا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ عَلٰی نَصْرِهِمْ لَقَدِیْرُ ۟ۙ

هغو کسانو ته چې جنګ پرې کیږي د جنګ اجازه وشوه،ځکه چې تیری پرې شوی دی.او الله یې پر ملاتړ ښه پياوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 22

١لَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بِغَیْرِ حَقٍّ اِلَّاۤ اَنْ یَّقُوْلُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِیَعٌ وَّصَلَوٰتٌ وَّمَسٰجِدُ یُذْكَرُ فِیْهَا اسْمُ اللّٰهِ كَثِیْرًا ؕ— وَلَیَنْصُرَنَّ اللّٰهُ مَنْ یَّنْصُرُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟

هغه کسان دي چې له خپلو کورونو څخه په ناحقه یوازې په دې ګناه وشړلی شول چې ویل به یې:زمونږ رب ایکي یو الله دی.هو!که الله پاک د ځینو خلکو په واسطه د نورو مخه نه نیوای نو د راهبانو چیله خانې،د عیسویانو او د یهودیانو کلیساګانې او د مسلمانانو هغه جوماتونه به ټول نړول شوي وای چې د الله نوم پکې ډیر یادیږي. او الله به خامخا د هغو کسانو ملا وتړي چې د هغه د دین ملاتړي وي.بي له شکه الله ډیر توانا او په هر څه برلاسی دی. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 22

اَلَّذِیْنَ اِنْ مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ وَاَمَرُوْا بِالْمَعْرُوْفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ ؕ— وَلِلّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ ۟

دا همغه خلک دي چې که مونږ یې په ځمکه کې شته کړو نو لمونځ دروي،زکات ورکوي،په نیکۍ امر کوي،او د بدۍ مخه نیسي.او د ټولو کارونو پای الله ته ده. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 22

وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّثَمُوْدُ ۟ۙ

او ای محمده!که ته خپل قوم درواغجن وګڼلې،(نو باک مه کوه ځکه چې)له دوی نه وړاندې د نوح قوم عادیانو او ثمودیانو هم خپل پيغمبران درواغجن ګڼلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 22

وَقَوْمُ اِبْرٰهِیْمَ وَقَوْمُ لُوْطٍ ۟ۙ

د ابراهیم،او لوط قومونو هم همدا کار کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 22

وَّاَصْحٰبُ مَدْیَنَ ۚ— وَكُذِّبَ مُوْسٰی فَاَمْلَیْتُ لِلْكٰفِرِیْنَ ثُمَّ اَخَذْتُهُمْ ۚ— فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟

او د مدین خلکو هم.او موسي هم درواغجن ګڼلی شوی و ما کافرانو ته مهلت ورکړ بیا مې ونیول نوو ګوره چې زمونږ د ناخوښۍ نیونه څنګه وه؟ info
التفاسير:

external-link copy
45 : 22

فَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا وَهِیَ ظَالِمَةٌ فَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا ؗ— وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَّقَصْرٍ مَّشِیْدٍ ۟

مونږ زښت ډير تیري کوونکي کلي تس،نس کړل چې اوس هغوی پرچتونو پړ مخ پراته،څاه ګانې یي وچې او دنګې او پخې ماڼۍ یي دړې وړې دي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 22

اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَتَكُوْنَ لَهُمْ قُلُوْبٌ یَّعْقِلُوْنَ بِهَاۤ اَوْ اٰذَانٌ یَّسْمَعُوْنَ بِهَا ۚ— فَاِنَّهَا لَا تَعْمَی الْاَبْصَارُ وَلٰكِنْ تَعْمَی الْقُلُوْبُ الَّتِیْ فِی الصُّدُوْرِ ۟

ایا په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې زړونو ئې پوهه او غوږونو یې اوریدانه کولای شوای؟ځکه سترګې نه بندیږي بلکې په سینو کې پراته زړونه ړانده شي. info
التفاسير: