قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز

صفحہ نمبر:close

external-link copy
24 : 22

وَهُدُوْۤا اِلَی الطَّیِّبِ مِنَ الْقَوْلِ ۖۗۚ— وَهُدُوْۤا اِلٰی صِرَاطِ الْحَمِیْدِ ۟

او هغوی ته د نیکې او پاکې خبرې او د ستایلې شوې لارې په لور ښوونه شوې ده. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 22

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِیْ جَعَلْنٰهُ لِلنَّاسِ سَوَآءَ ١لْعَاكِفُ فِیْهِ وَالْبَادِ ؕ— وَمَنْ یُّرِدْ فِیْهِ بِاِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟۠

بې له شکه کوم کسان چې کافران شوي او دالله له لارې او له هغه مسجد الحرام نه خلک منع کوي چې: مونږ د اوسیدونکو او له بیرون نه د راتلونکو خلکو لپاره یو شان ګرځولی دی.او څوک چې په هغه کې د تیري او تجاوز هڅه وکړي نو مونږ به دردناک عذاب وروڅکو. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 22

وَاِذْ بَوَّاْنَا لِاِبْرٰهِیْمَ مَكَانَ الْبَیْتِ اَنْ لَّا تُشْرِكْ بِیْ شَیْـًٔا وَّطَهِّرْ بَیْتِیَ لِلطَّآىِٕفِیْنَ وَالْقَآىِٕمِیْنَ وَالرُّكَّعِ السُّجُوْدِ ۟

او هغه را په زړه کړه چې مونږ ابراهیم ته د کعبي د خونې ځای وښولو.او ورته مو وویلي چې:له ماسره هیڅ شی مه برابره وه.او زما کور دطواف کوونکو،قیام کوونکو،رکوع کوونکو او سجده کوونکو لپاره پاک کړه. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 22

وَاَذِّنْ فِی النَّاسِ بِالْحَجِّ یَاْتُوْكَ رِجَالًا وَّعَلٰی كُلِّ ضَامِرٍ یَّاْتِیْنَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِیْقٍ ۟ۙ

او خلکو ته د حج په لور یوه عامه بلنه ورکړه چې هغوی تاته پلي،او پر ستړو ستومانو اوښانو سپاره له لرې نه راشي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 22

لِّیَشْهَدُوْا مَنَافِعَ لَهُمْ وَیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْلُوْمٰتٍ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ۚ— فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْبَآىِٕسَ الْفَقِیْرَ ۟ؗ

تر څو هغو ګټو ته حاضر شي چې دلته ورته موجودې دي او په ټاکلو ورځو کې پر هغو بې ژبو څارویو د الله نوم یاد کړي،چې الله پاک ورکړي دي.په خپله یې ترې وخورئ او په تنګ لاسو بې وزلانو یې هم وخورئ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 22

ثُمَّ لْیَقْضُوْا تَفَثَهُمْ وَلْیُوْفُوْا نُذُوْرَهُمْ وَلْیَطَّوَّفُوْا بِالْبَیْتِ الْعَتِیْقِ ۟

بیا دې خپلې خبرې او ګردونه لرې،خپل نذرونه دې پوره او د لرغونې خونې[۱۹]طواف دې وکړي. info

[۱۹] ـ د عتیق معنا ده پخوانۍ لکه چې الله فرمایې(ان اول بیت الایه)بله معنا یې ده ازاده چې هیڅ ظالم پرې واکمن شوی نه دی یا د ازادوونکې په معنا ده چې دا له اورنه ازادوونکې ده یا دا چې د نوح له طوفان نه خلاصه شوی اویا عتیق د محترمې او غوري په معنا دی(فتح القدیر د امام شوکاني)

التفاسير:

external-link copy
30 : 22

ذٰلِكَ ۗ— وَمَنْ یُّعَظِّمْ حُرُمٰتِ اللّٰهِ فَهُوَ خَیْرٌ لَّهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ؕ— وَاُحِلَّتْ لَكُمُ الْاَنْعَامُ اِلَّا مَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْاَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوْا قَوْلَ الزُّوْرِ ۟ۙ

خبره همدا ده.او هر څوک چې د الله د حرمتونو درناوی وکړي نو دا ورته د رب په وړاندې ډیره غوره ده.او څاروي ټول درته حلال شوي دي مګر یوازې هغه حرام دي چې پر تاسې لوستل کیږي[۲۰]نو د بوتانو له پلیتۍ نه ځان وژغورئ او له درواغو خبرونه ډډه وکړئ. info

[۲۰] چې عبارت دي له مردارې،د حلالولو دوخت خو ټییدونکې وینه.د خوګ غوښه او هغه روا څاروي چې پرته له الله د بل چا په نوم حلال شي.

التفاسير: