قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز

صفحہ نمبر:close

external-link copy
216 : 2

كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ ۚ— وَعَسٰۤی اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْـًٔا وَّهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَعَسٰۤی اَنْ تُحِبُّوْا شَیْـًٔا وَّهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟۠

پر تاسې جنګ فرض کړای شوی دی، که څه هم تاسې یې نه خوښوئ او شاید تاسې یو شې بد وګڼئ خو هغه به ستاسې لپاره غوره وي او شاید تاسې یو څیز خوښ کړئ خو هغه به ستاسې لپاره شر او بد وي الله پاک ښه پوهیږي او تاسې نه پوهیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
217 : 2

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِیْهِ ؕ— قُلْ قِتَالٌ فِیْهِ كَبِیْرٌ ؕ— وَصَدٌّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَكُفْرٌ بِهٖ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۗ— وَاِخْرَاجُ اَهْلِهٖ مِنْهُ اَكْبَرُ عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— وَالْفِتْنَةُ اَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ ؕ— وَلَا یَزَالُوْنَ یُقَاتِلُوْنَكُمْ حَتّٰی یَرُدُّوْكُمْ عَنْ دِیْنِكُمْ اِنِ اسْتَطَاعُوْا ؕ— وَمَنْ یَّرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِیْنِهٖ فَیَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَاُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

دوی له تا څخه په حرامو میاشتو کې د جنګ په هکله پوښتنه کوي، ورته ووایه په دې میاشتو کې جنګ لویه ګناه ده خو د الله له لیارې څخه منع کول، په الله کافریدل، او له مسجد الحرام څخه د خلکو بندول، او اوسیدونکي یې ترې ویستل د الله جل جلاله په وړاندې ډیره زیاته لویه ګناه ده او برسیره په دې فتنه او فساد له وژنې څخه هم لوی جرم دی، او کافران به تل له تاسې سره په جنګ وي تر څو که توان یې ورسي چې تاسې له خپل دین څخه واړه وي ـ او ستاسې هر څه چې له خپل دین څخه واړوي او بیا په کفر کې مړ شي نو ټولې نیکې کړنې یې په دنیا او اخرت کې بابیزه او ضایع شوې، او دا وړ خلک د اور څښتنان دي چې تل به پکې وي. info
التفاسير:

external-link copy
218 : 2

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ یَرْجُوْنَ رَحْمَتَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

په یقین سره کومو کسانو چې: ایمان راوړی او کومو کسانو چې د الله په لیار کې هجرت او جهاد کړی دی نو همدوی د الله جل جلاله د رحمت او مهربانۍ هیله من دي او الله پاک بښونکی او مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
219 : 2

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ ؕ— قُلْ فِیْهِمَاۤ اِثْمٌ كَبِیْرٌ وَّمَنَافِعُ لِلنَّاسِ ؗ— وَاِثْمُهُمَاۤ اَكْبَرُ مِنْ نَّفْعِهِمَا ؕ— وَیَسْـَٔلُوْنَكَ مَاذَا یُنْفِقُوْنَ ؕ۬— قُلِ الْعَفْوَؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُوْنَ ۟ۙ

دوی له تا څخه د شرابو او جووارۍ په هکله پوښتنه کوي، ورته ووایه چې په دې دواړو کې لویه ګناه ده او د خلکو لپاره څه ګټې هم شته خو ګناه یې تر ګټې خورا لویه ده او دوی له تا څخه پوښتنه کوي چې کوم مال خیرات کړي؟ ورته ووایه هغه مال چې له دوی څخه زیات وي په همدې توګه الله پاک تاسې ته خپل ایاتونه او احکام بیانوي تر څو تاسې د دنیا او اخرت دواړو په هکله ژور فکر وکړئ. info
التفاسير: