قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - ئەبۇ زەكەرىيا

بەت نومۇرى:close

external-link copy
53 : 8

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ لَمْ یَكُ مُغَیِّرًا نِّعْمَةً اَنْعَمَهَا عَلٰی قَوْمٍ حَتّٰی یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

8-53 دا په دې چې یقینًا الله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې پر كوم قوم يې پېرزو كړى وي تر هغه چې هغوى هغه (حالت) بدل كړي چې د هغوى په نفسونو كې دى او دا په دې چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى info
التفاسير:

external-link copy
54 : 8

كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ ۙ— وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ فَاَهْلَكْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ وَاَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ ۚ— وَكُلٌّ كَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟

8-54 لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د خپل رب د ایتونو تكذیب يې وكړ، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په وجه هلاك كړل او فرعونیان مو غرق كړل او هغوى ټول ظالمان وو info
التفاسير:

external-link copy
55 : 8

اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۖۚ

8-55 بېشكه د الله په نیز په ځمكه باندې په ګرځېدونكو كې تر ټولو بدتر هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي info
التفاسير:

external-link copy
56 : 8

اَلَّذِیْنَ عٰهَدْتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَهُمْ فِیْ كُلِّ مَرَّةٍ وَّهُمْ لَا یَتَّقُوْنَ ۟

8-56 هغه كسان چې تا له هغوى سره مُعَاهَده كړې وه، بیا هر ځله دوى خپل عهد (تړون) ماتوي او دوى (له الله نه) نه وېرېږي info
التفاسير:

external-link copy
57 : 8

فَاِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِی الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟

8-57 نو كه كله هم ته دوى په جنګ كې ومومې، نو دوى ته په سزا وركولو سره هغه كسان تیت او پرك كړه چې د دوى وروسته دي، لپاره د دې چې دغه (وروستني خلق) نصیحت ومومي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 8

وَاِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِیَانَةً فَانْۢبِذْ اِلَیْهِمْ عَلٰی سَوَآءٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْخَآىِٕنِیْنَ ۟۠

8-58 او كه چېرې كله هم ته له كوم قوم نه د خیانت (وعده خلافۍ) اندېښنه ولرې، نو ته دوى ته په برابرۍ سره (دغه عهد) وغورځوه (تړون على الإعلان ختم كړه)، بېشكه الله خیانت كوونكي (وعده ماتوونكي) نه خوښوي info
التفاسير:

external-link copy
59 : 8

وَلَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَبَقُوْا ؕ— اِنَّهُمْ لَا یُعْجِزُوْنَ ۟

8-59 او كافر شوي كسان دې كله هم (دا) ګمان ونه كړي چې دوى بچ شول، بېشكه دوى (الله لره) نشي عاجزه كولى info
التفاسير:

external-link copy
60 : 8

وَاَعِدُّوْا لَهُمْ مَّا اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ قُوَّةٍ وَّمِنْ رِّبَاطِ الْخَیْلِ تُرْهِبُوْنَ بِهٖ عَدُوَّ اللّٰهِ وَعَدُوَّكُمْ وَاٰخَرِیْنَ مِنْ دُوْنِهِمْ ۚ— لَا تَعْلَمُوْنَهُمْ ۚ— اَللّٰهُ یَعْلَمُهُمْ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ شَیْءٍ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ یُوَفَّ اِلَیْكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تُظْلَمُوْنَ ۟

8-60 او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژنئ، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او پر تاسو به ظلم نه كېږي info
التفاسير:

external-link copy
61 : 8

وَاِنْ جَنَحُوْا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

8-61 او كه دغه (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه، ښه اورېدونكى، ښه پوه دى info
التفاسير: