قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - ئەبۇ زەكەرىيا

بەت نومۇرى:close

external-link copy
26 : 8

وَاذْكُرُوْۤا اِذْ اَنْتُمْ قَلِیْلٌ مُّسْتَضْعَفُوْنَ فِی الْاَرْضِ تَخَافُوْنَ اَنْ یَّتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَاٰوٰىكُمْ وَاَیَّدَكُمْ بِنَصْرِهٖ وَرَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

8-26 او تاسو یاد كړئ (هغه وخت) كله چې تاسو ډېر لږ وئ، په ځمكه كې ضعيفه كړى شوي وئ، چې تاسو به وېرېدلئ له دې نه چې خلق به مو په جلتۍ سره وتښتوي، نو هغه تاسو ته ځاى دركړ او په خپل مدد سره يې تاسو مضبوط كړئ او تاسو ته يې له پاكيزه څیزونو نه رزق دركړ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 8

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَخُوْنُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ وَتَخُوْنُوْۤا اَمٰنٰتِكُمْ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

8-27 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله سره او له رسول سره خیانت مه كوئ او په خپلو امانتونو كې (هم) خیانت مه كوئ، په دې حال كې چې تاسو پوهېږئ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 8

وَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَاَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟۠

8-28 او تاسو پوه شئ چې بېشكه خبره همدا ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازمايش دي او بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى info
التفاسير:

external-link copy
29 : 8

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تَتَّقُوا اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّكُمْ فُرْقَانًا وَّیُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟

8-29 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو له الله نه ووېرېږئ، هغه به تاسو لپاره فرقان (د حق او باطل په مینځ كې فرق كوونكى) مقرر كړي او له تاسو نه به ستاسو ګناهونه ختم كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى info
التفاسير:

external-link copy
30 : 8

وَاِذْ یَمْكُرُ بِكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِیُثْبِتُوْكَ اَوْ یَقْتُلُوْكَ اَوْ یُخْرِجُوْكَ ؕ— وَیَمْكُرُوْنَ وَیَمْكُرُ اللّٰهُ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرُ الْمٰكِرِیْنَ ۟

8-30 او كله چې له تا سره كافرانو مكر (فریب) كاوه، د دې لپاره چې تا بندي كړي، یا تا قتل كړي، یا تا وباسي، او هغوى چلونه كول او الله (هم) پټ تدبیر كاوه او الله تر ټولو بهتر تدبیر كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
31 : 8

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا قَالُوْا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هٰذَاۤ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

8-31 او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، دوى وايي: يقيناً مونږ واورېدل، كه چېرې مونږ وغواړو خامخا مونږ به هم د دې (قرآن) په مثل ووایو، نه دي دا مګر د ړومبنو خلقو باطل داستانونه info
التفاسير:

external-link copy
32 : 8

وَاِذْ قَالُوا اللّٰهُمَّ اِنْ كَانَ هٰذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَاَمْطِرْ عَلَیْنَا حِجَارَةً مِّنَ السَّمَآءِ اَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟

8-32 او كله چې دوى وویل: اى الله! كه چېرې همدا، ستا له جانبه حق دى، نو ته پر مونږ باندې له اسمان نه كاڼي راووروه، یا مونږ ته ډېر دردوونكى عذاب راولېږه info
التفاسير:

external-link copy
33 : 8

وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُعَذِّبَهُمْ وَاَنْتَ فِیْهِمْ ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ ۟

8-33 او الله داسې نه دى چې دوى ته عذاب وركړي، په دې حال كې چې ته په دوى كې يې او الله دوى ته عذاب وركوونكى نه دى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي info
التفاسير: