قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
73 : 21

وَجَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا وَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِمْ فِعْلَ الْخَیْرٰتِ وَاِقَامَ الصَّلٰوةِ وَاِیْتَآءَ الزَّكٰوةِ ۚ— وَكَانُوْا لَنَا عٰبِدِیْنَ ۟ۙ

او هغوی مو داسې امامان وګرځول چې زموږ په امر سره يې لارښوونه كوله، او د ښو چارو او لمانځه ترسره كولو او زكات وركولو وحى مو ورته وكړه، او هغوى (خاص) زموږ لمانځونكي وو. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 21

وَلُوْطًا اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا وَّنَجَّیْنٰهُ مِنَ الْقَرْیَةِ الَّتِیْ كَانَتْ تَّعْمَلُ الْخَبٰٓىِٕثَ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فٰسِقِیْنَ ۟ۙ

او لوط -علیه السلام- ته مو (هم) حكم (نبوت) او پوهه وركړې وه، او له هغه كلي مو وژغولو چې بدكاري يې كوله، رښتيا چې هغوى يو ناوړه فاسق قوم و. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 21

وَاَدْخَلْنٰهُ فِیْ رَحْمَتِنَا ؕ— اِنَّهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟۠

او هغه (لوط) مو په خپل رحمت كې داخل كړ، يقيناً هغه له نېكانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 21

وَنُوْحًا اِذْ نَادٰی مِنْ قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

او نوح -عليه السلام- (ياد كړه) چې لا مخكې يې غږ (راته) كړى و، نو موږ يې دعا قبوله كړه، او دی او د ده كورنۍ مو له لوى كړاو څخه وژغورل. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 21

وَنَصَرْنٰهُ مِنَ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

او موږ د هغه قوم په مقابل كې د ده مرسته وكړه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو، بې شكه هغوى ناوړه خلک وو نو ټول مو غرق كړل. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 21

وَدَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ اِذْ یَحْكُمٰنِ فِی الْحَرْثِ اِذْ نَفَشَتْ فِیْهِ غَنَمُ الْقَوْمِ ۚ— وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شٰهِدِیْنَ ۟ۙ

او داود او سليمان -علیهما السلام- (درياد كړه) چې كله يې د يو كښت په هكله فيصله كوله، كوم کې چې د يو قوم پسونه د شپې ګډ شوي وو، او موږ د هغوى فيصلې ته حاضر و. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 21

فَفَهَّمْنٰهَا سُلَیْمٰنَ ۚ— وَكُلًّا اٰتَیْنَا حُكْمًا وَّعِلْمًا ؗ— وَّسَخَّرْنَا مَعَ دَاوٗدَ الْجِبَالَ یُسَبِّحْنَ وَالطَّیْرَ ؕ— وَكُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟

نو په هغې مو سليمان -علیه السلام- وپوهوه، او دوى هر يوه ته مو حكم او پوهه وركړې وه، او له داود سره مو غرونه او مرغان هم تابع كړي و چې تسبيح به يې ويله، او موږ د دې كاركوونكي و. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 21

وَعَلَّمْنٰهُ صَنْعَةَ لَبُوْسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِّنْ بَاْسِكُمْ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ شٰكِرُوْنَ ۟

او هغه ته مو ستاسي لپاره د زغرو جوړول ورزده كړي و چې تاسو له خپله جنګه وساتي، نو آيا تاسو شكر وېستونكي ياست؟ info
التفاسير:

external-link copy
81 : 21

وَلِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ عَاصِفَةً تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖۤ اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا ؕ— وَكُنَّا بِكُلِّ شَیْءٍ عٰلِمِیْنَ ۟

او سليمان -علیه السلام- ته مو توند باد تابع كړى و چې د ده په امر به هغې زمكې ته روان و چې بركت مو پكې ايښى و او موږ په هر څه پوه يو. info
التفاسير: