قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
11 : 21

وَكَمْ قَصَمْنَا مِنْ قَرْیَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَّاَنْشَاْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟

او څومره ډېر کلي مو هلاک کړي چې ظالمان وو، او له هغوی وروسته مو نور قومونه پیدا کړل. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 21

فَلَمَّاۤ اَحَسُّوْا بَاْسَنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَرْكُضُوْنَ ۟ؕ

پس هر کله چې دوی زموږ عذاب ولید، نو یو دم یې ترې څخه منډې کړلې. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 21

لَا تَرْكُضُوْا وَارْجِعُوْۤا اِلٰی مَاۤ اُتْرِفْتُمْ فِیْهِ وَمَسٰكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْـَٔلُوْنَ ۟

(وويل شول) مه تښتئ او هغو ځايونو ته راوګرځى چې تاسو ته پكې ښه ژوند دركړى شوى و او خپلو كورو ته هم، ښايي تاسو وپوښتل شئ. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 21

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

وبه وايي ای هلاکته زموږ! بې شکه موږ ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 21

فَمَا زَالَتْ تِّلْكَ دَعْوٰىهُمْ حَتّٰی جَعَلْنٰهُمْ حَصِیْدًا خٰمِدِیْنَ ۟

نو دوى تر هغه دا نارې وهلې چې (ښه) رېبلي يخ مړه مو وغورځول. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 21

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟

او موږ دا آسمان، زمكه او څه يې چې ترمنځه دي، داسې نه دي پيدا كړي چې لوبې کوونکي وو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 21

لَوْ اَرَدْنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّاتَّخَذْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّاۤ ۖۗ— اِنْ كُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟

كه چېرې موږ غوښتي وى چې یوه مشغله جوړه كړو نو له خپله لوري به مو جوړه کړې وه، كه موږ د دې كار كوونكي وى. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 21

بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَی الْبَاطِلِ فَیَدْمَغُهٗ فَاِذَا هُوَ زَاهِقٌ ؕ— وَلَكُمُ الْوَیْلُ مِمَّا تَصِفُوْنَ ۟

خو موږ په باطل باندې د حق ګوزار كوو چې د هغه سرماتوي (په دماغو یې وهي) او يو دم هغه له منځه تلونكى شي او تاسو لره د هغو خبرو له كبله تباهي ده چې خپله يې جوړوئ. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 21

وَلَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَنْ عِنْدَهٗ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَلَا یَسْتَحْسِرُوْنَ ۟ۚ

او هغه لره دي هر هغه څوک چې په اسمانونو او زمكه كې دي، او هغه څوک (ملايک) چې له هغه سره دي نه يې له عبادته لويي كوي او نه ستومانه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 21

یُسَبِّحُوْنَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ لَا یَفْتُرُوْنَ ۟

شپه او ورځ تسبيح وايي، نه سستيږي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 21

اَمِ اتَّخَذُوْۤا اٰلِهَةً مِّنَ الْاَرْضِ هُمْ یُنْشِرُوْنَ ۟

آيا دوى د زمكې (له شيانو) نه ځانته معبودان نيولي چې هغوى به هم (مړي) راپاڅوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 21

لَوْ كَانَ فِیْهِمَاۤ اٰلِهَةٌ اِلَّا اللّٰهُ لَفَسَدَتَا ۚ— فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟

كه (په آسمان او زمكه كې) الله نه پرته نور معبودان هم واى نو دواړه به وران (ګډوډ) شوي وى، نو الله د عرش پالونكي لره هغو خبرو نه پاكي ده چې دوى يې جوړوي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 21

لَا یُسْـَٔلُ عَمَّا یَفْعَلُ وَهُمْ یُسْـَٔلُوْنَ ۟

دى چې څه كوي له هغه نه پوښتل كيږي خو دوى ټول به پوښتل كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 21

اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ ۚ— هٰذَا ذِكْرُ مَنْ مَّعِیَ وَذِكْرُ مَنْ قَبْلِیْ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۙ— الْحَقَّ فَهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

آيا له هغه پرته يې نور معبودان نيولي؟ ورته ووايه! دليل مو راوړئ! دا (قرآن) د هغه چا بيان دى چې ما سره دي او د هغو چې له ما مخكې وو، بلكې زياتره يې له حقه نا خبره دي نو (ځكه) مخ اړونكي دي. info
التفاسير: