قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
11 : 87

وَیَتَجَنَّبُهَا الْاَشْقَی ۟ۙ

او کافر له نصيحته لېرې کيږي او کرکه ترې کوي، ځکه هغه په آخرت کې اور ته د ننوتلو له امله تر ټولو زيات بدمرغه دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 87

الَّذِیْ یَصْلَی النَّارَ الْكُبْرٰی ۟ۚ

هغه چې د آخرت لوی اور ته ننوځي چې ګرمي به يې زغمي او تل به يې تحملوي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 87

ثُمَّ لَا یَمُوْتُ فِیْهَا وَلَا یَحْیٰی ۟ؕ

بيا به تل په اور کې وي داسې چې نه به پکې مري چې ارامه شي له هغه عذابه چې ګالي يې، او نه به په عزتمن او ښه ژوند سره ژوند کولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 87

قَدْ اَفْلَحَ مَنْ تَزَكّٰی ۟ۙ

هغه څوک موخې ته په رسېدو بريالی شو چې ځان يې له شرک او ګناهونو پاک کړ. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 87

وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهٖ فَصَلّٰی ۟ؕ

او خپل پالونکی يې پر هغو يادونو سره ياد کړ چې روا کړی يې دي، او لمونځ يې وکړ پر هغه صفت چې د ادا لپاره يې مطلوب و. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 87

بَلْ تُؤْثِرُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ۚۖ

بلکې تاسې د دنيا ژوند مخکې کوئ، او پر آخرت لومړيتوب ورکوئ سره له دې چې د هغو دواړو ترمنځ لوی توپير دی. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 87

وَالْاٰخِرَةُ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ۟ؕ

او آخرت خير او له دنيا او په هغې کې له شته خوندونو او توښو څخه غوره او دوامداره دی، ځکه په هغو کې چې کوم نعمتونه دي هغه نه ختميږي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 87

اِنَّ هٰذَا لَفِی الصُّحُفِ الْاُوْلٰی ۟ۙ

او دغه کوم امرونه او خبرونه مو چې ستاسو لپاره بيان کړل دا له قرآن مخکې صحيفو کې نازل کړل شوي دي.
info
التفاسير:

external-link copy
19 : 87

صُحُفِ اِبْرٰهِیْمَ وَمُوْسٰی ۟۠

هغه صحيفې چې پر ابراهيم او موسی عليهما السلام نازل کړل شوې وې. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• أهمية تطهير النفس من الخبائث الظاهرة والباطنة.
له باطني او ظاهري چټليو څخه د نفس د پاکوالي اهميت. info

• الاستدلال بالمخلوقات على وجود الخالق وعظمته.
مخلوقاتو ته په لیدو د خالق پر شتون او د هغه په لویۍ استدلال کول. info

• مهمة الداعية الدعوة، لا حمل الناس على الهداية؛ لأن الهداية بيد الله.
د بلونکي دنده يوازې بلنه ده، نه دا چې خلک د لارښوونې پر منلو اړ کړي، ځکه لارښوونه د الله په لاس کې ده. info