قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

اعلی

سۈرىنىڭ مەقسەتلىرىدىن:
تذكير النفس بالحياة الأخروية، وتخليصها من التعلقات الدنيوية.
نفسونو ته د آخرت ژوند ور په يادول او له دنيوي اړيکو يې خلاصول. info

external-link copy
1 : 87

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْاَعْلَی ۟ۙ

د خپل هغه پالونکي پاکي دې بيانوه چې پر ټول مخلوق لوړ دی ستا لخوا د هغه د ياد او لويۍ پر مهال د هغه نوم اخله. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 87

الَّذِیْ خَلَقَ فَسَوّٰی ۟

هغه ذات چې انسان يې سم پيدا کړی او قامت يې برابر کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 87

وَالَّذِیْ قَدَّرَ فَهَدٰی ۟

او هغه چې د مخلوقاتو جنسونه، ډولونه او ټولګي يې اندازه کړل، او هغه څه ته يې د هر مخلوق لارښوونه وکړه چې د هغه لپاره مناسب او برابر وو. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 87

وَالَّذِیْۤ اَخْرَجَ الْمَرْعٰی ۟

او هغه چې له ځمکې يې هغه څه را واېستل چې ستاسو څاروي پکې څري. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 87

فَجَعَلَهٗ غُثَآءً اَحْوٰی ۟ؕ

بيا يې تور ته ورته وچ پروړ وګرځول وروسته تردې چې هغه تک شنه وو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 87

سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنْسٰۤی ۟ۙ

اې رسوله! موږ قرآن درباندې لولو، او ستا په سينه کې يې ځای پرځای کوو او هيڅکله به يې هېر نه کړې، نو له جبرئيل مخکې يې مه لوله لکه څنګه چې تا دغه کار د دغه حرص له امله کولو چې هېر يې نه کړې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 87

اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ یَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا یَخْفٰی ۟ؕ

مګر دا چې الله د کوم حکمت له مخې د يو څه هېرول وغواړي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه پوهيږي چې ښکاره کول کيږي او څه چې پټول کيږي، له دغه څخه هيڅ هم ترې نه پټيږي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 87

وَنُیَسِّرُكَ لِلْیُسْرٰی ۟ۚۖ

او له اعمالو به پر تا هغه عمل اسانه کړو چې الله راضي کوي او جنت ته د ننه اېستلو لامل کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 87

فَذَكِّرْ اِنْ نَّفَعَتِ الذِّكْرٰی ۟ؕ

نو خلکو ته پر هغه څه نصيحت کوه چې موږ يې له قرآن څخه درته وحي کوو، او هغوی ته ور په يادوه ترکومه چې ور په يادول اورېدل کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 87

سَیَذَّكَّرُ مَنْ یَّخْشٰی ۟ۙ

ژر به هغه څوک ستا پر نصيحتونو پند واخلي چې له الله وېريږي، ځکه همغه له نصيحت ګټه پورته کوي. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• تحفظ الملائكة الإنسان وأعماله خيرها وشرها ليحاسب عليها.
پرېښتې انسان او د هغه د ښو او بدو اعمالو ساتنه کوي ترڅو ورسره پرې حساب وشي. info

• ضعف كيد الكفار إذا قوبل بكيد الله سبحانه.
د کافرانو د چل کمزورتيا کله چې د الله له تدبير سره پرتله کړل شي. info

• خشية الله تبعث على الاتعاظ.
د الله وېره د پند اخېستلو لامل کيږي. info