قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
149 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تُطِیْعُوا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَرُدُّوْكُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوْا خٰسِرِیْنَ ۟

ای هغه کسانو چې په الله تعالی باندې مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې، که چیرته تاسو تابعداري وکړئ د هغه کسانو چې کفر يې کړی دی له یهودو او نصاراو او مشرکانو څخه، په هغه څه کې چې تاسو ته پرې امر کوي له ګمراهۍ نه، بېرته به وګرځوي تاسو وروسته له ایمان ستاسو نه -هغه څه ته چې هغوی پکې دی- کافران، نو بس تاسو به وګرځئ تاوانیان په دنیا او اخرت کې. info
التفاسير:

external-link copy
150 : 3

بَلِ اللّٰهُ مَوْلٰىكُمْ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ النّٰصِرِیْنَ ۟

دا کافران ستاسو مرسته نه کوي که تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، بلکه الله تعالی یوازې ستاسې مرسته کوي ستاسو د دښمن په مقابل کې، نو پس تاسو د الله تعالی تابعداري وکړئ، او هغه پاک ذات له غوره مرسته کوونکو څخه دی، نو بس تاسو له هغه څخه وروسته هیچاته اړتیا نه لرئ. info
التفاسير:

external-link copy
151 : 3

سَنُلْقِیْ فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَاۤ اَشْرَكُوْا بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا ۚ— وَمَاْوٰىهُمُ النَّارُ ؕ— وَبِئْسَ مَثْوَی الظّٰلِمِیْنَ ۟

زر دی چې مونږ به د هغه کسانو په زړونو کې سخته ویره وغورځوو چې په الله تعالی باندې یې کفر کړی، تر دې چې هغوي به ستاسو سره د جنګ کولو مقاومت ونلري په سبب د شریک جوړولو د دوی له الله تعالی سره نور معبودان؛ چې هغوی یې په خپلو خواهشاتو بندګي کړې وه، په دوی باندې د الله تعالی له طرفه د هغوی د بندګۍ کولو څه دلیل نه و راغلی، او ځای د اوسیدلو د دوی چې دوی به ورته ورګرځي په آخرت کې اور د جهنم دی، او د جهنم اور ډیر بد ځای د اوسیدو دی د ظالمانو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
152 : 3

وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّٰهُ وَعْدَهٗۤ اِذْ تَحُسُّوْنَهُمْ بِاِذْنِهٖ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِی الْاَمْرِ وَعَصَیْتُمْ مِّنْ بَعْدِ مَاۤ اَرٰىكُمْ مَّا تُحِبُّوْنَ ؕ— مِنْكُمْ مَّنْ یُّرِیْدُ الدُّنْیَا وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرِیْدُ الْاٰخِرَةَ ۚ— ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِیَبْتَلِیَكُمْ ۚ— وَلَقَدْ عَفَا عَنْكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ ذُوْ فَضْلٍ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او الله ستاسو سره د احد په ورځ ستاسو د دښمن پر وړاندې د مرستې کړې ژمنه پوره کړه، کله چې تاسې هغوی د الله په امر سخت وژل آن تردې چې کله تاسې وډار شوئ او له هغه څه کمزوري شوئ چې رسول درته پرې امر کړی و او په خپلو ځايونو کې پر پاتې کېدو يا پرېښودو او ولجو په را ټولولو کې مو اختلاف وکړ او له رسول مو د هغه په دغه امر کې سرغړونه وکړه چې په خپلو ځایونو کې په هر حال د پاتې کېدو په اړه يې درته کړی و، دغه څه وروسته له هغه له تاسو واقع شول چې الله تاسو ته پر دښمن مو هغه بريا در وښودله چې خوښوله مو، له تاسو ځينې مو د دنيا ولجې خوښوي او دوی هغه کسان دي چې خپل ځايونه يې پرېښودل، او ځينې مو د آخرت ثواب غواړي او هغوی هغه کسان دي چې پر خپلو ځايونو پاتې شول چې د رسول د امر منونکي وو، بيا الله تاسو له هغوی وګرځولاست او هغوی يې پر تاسو مسلط کړل، ترڅو مو وازمويي، چې کړاو زغمونکی مؤمن له هغه چا بېل کړي چې پښې يې ښويدلې دي او نفس يې کمزوری شوی دی، او پرته له شکه الله د رسول له امره د سړونې په اړه هغوی ته بخښنه وکړه چې ترسره کړې يې وه او الله پر مؤمنانو د لوی فضل والا دی، دا چې ايمان ته يې د هغوی لارښوونه وکړه، له ګناهونو يې بخښنه ورته وکړه او پر کړاوونو يې ثواب ورکړ.
info
التفاسير:

external-link copy
153 : 3

اِذْ تُصْعِدُوْنَ وَلَا تَلْوٗنَ عَلٰۤی اَحَدٍ وَّالرَّسُوْلُ یَدْعُوْكُمْ فِیْۤ اُخْرٰىكُمْ فَاَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ لِّكَیْلَا تَحْزَنُوْا عَلٰی مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَاۤ اَصَابَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

یاد کړئ -ای مومنانو- هغه وخت کله چې تاسو لرې کیدلئ په ځمکه کې تښتیدونکي د احد د جنګ په ورځ، کله چې تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم د مخالفت له امله ناکامي درورسیدله، او ستاسو څخه هیڅ یو کس بل ته نه کتل، او رسول -صلی الله علیه وسلم- درته د شا طرف نه اوازونه کول چې ستاسو او د مشرکینو تر منځ وو او دا یې ویل: زما طرف ته راشئ د الله تعالی بندګانو! زما طرف ته راشئ د الله تعالی بندګانو! نو بس الله تعالی تاسو ته د غنیمت او غلبې د لاسه ورکولو په وجه درد او غم درکړ، چې ورپسی وو نور دردونه او غمونه، او هغه اوازه چې ستاسو په منځ کې خپره شوه چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- وژل شوی (شهید) شوی دی، او الله تعالی دا په تاسو باندې ځکه راوستل چې تاسو خفه نه شئ په هغه غنیمت او غلبې چې ستاسو څخه پاتې شوي وو، او نه په هغه مرګ او زخمونو چې تاسو ته دررسیدلی وو، وروسته له هغه نه چې تاسو ته ښکاره شوه چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- نه دی وژل شوی، نو پر تاسو باندې دغه مصیبت او درد سپک شو، او الله تعالی خبردار دی په هغه کارونو چې تاسو یې کوئ، په هغه باندې ستاسو د زړونو هیڅ حال پټ نه پاتې کیږي، او نه ستاسو د اندامونو کوم عمل په هغه باندې پټ پاتی کیږي. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• التحذير من طاعة الكفار والسير في أهوائهم، فعاقبة ذلك الخسران في الدنيا والآخرة.
د کافرانو له پیروۍ او د هغوی د خواهشاتو پسې له تلو څخه ویرول، ځکه پایله یې په دنیا او اخرت کې تاوان دی. info

• إلقاء الرعب في قلوب أعداء الله صورةٌ من صور نصر الله لأوليائه المؤمنين.
د دښمنانو په زړونو کې ویره اچول د الله تعالی له طرفه د خپلو دوستانو مومنانو سره د کامیابۍ یو ډول دی. info

• من أعظم أسباب الهزيمة في المعركة التعلق بالدنيا والطمع في مغانمها، ومخالفة أمر قائد الجيش.
په جنګ کې د ناکامۍ غټ سبب د دنیا سره مینه او د غنیمت د حاصلولو طمع ده، او د لښکر د امیر نافرماني ده. info

• من دلائل فضل الصحابة أن الله يعقب بالمغفرة بعد ذكر خطئهم.
د صحابه کرامو د فضیلت یو دلیل دا دی چې الله تعالی یې د خطا د بیانولو نه وروسته سمدلاسه د بخښني یادونه کوي. info