قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

بەت نومۇرى: 50:50 close

external-link copy
10 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمْ وَقُوْدُ النَّارِ ۟ۙ

بیشکه هغه کسان چې په الله او د هغه پر پېغمبرانو یې کفر کړی دی، د دوی مالونه او اولادونه به دوی څخه د الله عذاب بند نه کړای شي، نه په دنیا کې او نه په آخرت کې، او د دې صفاتو لرونکي همدوی خاشاک دي چې د قیامت په ورځ به پرې د دوزخ اور بلېږي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 3

كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ ۙ— وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ۚ— فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟

د دې کافرانو حال په شان د حال د تابعدارانو د فرعون دی، او د هغوی څخه مخکې کسانو چې په الله یې کفر کړی او د هغه آیتونه یې دروغ ګڼلي دی، نو الله تعالی ورته عذاب ورکړ د دوی د ګناهونو له امله، او نه دوی ته خپلو مالونو څه ګټه ورسوله او نه اولادونو، او الله سخت عذاب ورکونکی دی هغو خلکو ته چې پرې کفر کوي، او د هغه آیتونه دروغ ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 3

قُلْ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَتُغْلَبُوْنَ وَتُحْشَرُوْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ ؕ— وَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟

ووایه -ای پېغمبره- د ګڼو دینونو کافرانو ته! مومنان به تاسي مغلوبه کړي، او د کفر په حالت کې به مړه شئ، او بیا به مو د دوزخ اور ته را ټول کړي، او ډېر بد فرش دی ستاسو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 3

قَدْ كَانَ لَكُمْ اٰیَةٌ فِیْ فِئَتَیْنِ الْتَقَتَا ؕ— فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَاُخْرٰی كَافِرَةٌ یَّرَوْنَهُمْ مِّثْلَیْهِمْ رَاْیَ الْعَیْنِ ؕ— وَاللّٰهُ یُؤَیِّدُ بِنَصْرِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّاُولِی الْاَبْصَارِ ۟

بېشکه تاسو لپاره لارښوونه او عبرت و په هغو دوو ډلو کې چې د بدر په ورځ د جنګ لپاره سره ونښتې، یوه ډله یې مؤمنه وه چې د پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- او د هغه د ملګرو وه، د الله په لار کې یې جنګ کاوه ددې لپاره چې د الله کلمه لوړه وي، او د هغو کسانو کلمه ښکته وي چې کفر یې کړی، او بله ډله کافره وه چې د مکې کافران دي، هغه کسان چې په لویۍ او ځان ښودنې او تعصب سره راوتلي وو، مؤمنانو دوی لره د ځانو دوه برابره لیدل د سترګو په حقیقي لیدلو سره، نو الله تعالی د خپلو دوستانو مرسته وکړه، او الله تعالی ټینګوي په خپله مرسته چاته چې وغواړي، بېشکه په دغه کې د سترګو خاوندانو ته لوی عبرت او پند دی، چې پوه شي چې مرسته یوازې د ایمان والاو په برخه ده، اګر که شمېر یې کم وي، او ماتې د باطل والاو په برخه ده اګر که شمېر یې ډېر وي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 3

زُیِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوٰتِ مِنَ النِّسَآءِ وَالْبَنِیْنَ وَالْقَنَاطِیْرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَیْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْاَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ؕ— ذٰلِكَ مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَاللّٰهُ عِنْدَهٗ حُسْنُ الْمَاٰبِ ۟

الله تعالی خبر ورکوي چې ده ښایسته کړي خلکو ته -ازمیښت لپاره- مینه د دنیوي خوندورو شیانو: لکه ښځې، زامن، او د سرو او سپینو زرو ډېر راټول شوي مالونه، او تربیه شوي ښایسته آسونه، او د اوښانو، غوایانو او پسونو څاروي، او د ځمکې کرهنه، دا ټول د دنیا د ژوند ګټه ده چې لږ وخت به ترې ګټه پورته کړي بیا ختمه شي، نو مومن ته نه ښایي چې دې شیانو پسې ځان وتړي، او الله سره د ورتګ ښه ځای دی، چې هغه جنت دی کوم چې د آسمانونو او ځمکې په څېر پراخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 3

قُلْ اَؤُنَبِّئُكُمْ بِخَیْرٍ مِّنْ ذٰلِكُمْ ؕ— لِلَّذِیْنَ اتَّقَوْا عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَاَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَّرِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِالْعِبَادِ ۟ۚ

ورته ووایه- ای پېغمبره-: آیا خبر درکړم په غوره د دې خوندونو څخه؟ د هغو کسانو لپاره چې د الله تعالی څخه د نېکو کارونو په کولو او بدو کارونو په پرېښودلو سره وېرېږي، باغونه دي چې لاندې د ماڼیو او ونو څخه یې ویالې بهېږي، تل به پکې وي چې نه به ورته مرګ رسي او نه به فنا کېږي، او دوی لپاره په دې باغونو کې جوړې دي چې په پېدایښت او خوی کې د هر ډول بدیو څخه پاکې دي، او دوی لره د دې سره د الله تعالی لخوا رضامندي ده چې پرې را غوړېږي، او هېڅکله به پرې غصه نشي، او الله تعالی لېدونکی دی د بندګانو په حالاتو، هېڅ ترې پټ ندي، او زر دی چې بدله به پرې ورکړي. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• أن غرور الكفار بأموالهم وأولادهم لن يغنيهم يوم القيامة من عذاب الله تعالى إذا نزل بهم.
بېشکه په مالونو او اولادونو د کافرانو دوکه کېدل دوی ته د قیامت په ورځ هېڅ ګټه نه رسوي کله چې د الله عذاب پرې نازل شي. info

• النصر حقيقة لا يتعلق بمجرد العدد والعُدة، وانما بتأييد الله تعالى وعونه.
حقیقي بریا یوازې شمېر او د جنګ سامان پورې نده تړل شوې، بلکه د الله تعالی مرستې او ټینګونې پورې تړل شوې. info

• زَيَّن الله تعالى للناس أنواعًا من شهوات الدنيا ليبتليهم، وليعلم تعالى من يقف عند حدوده ممن يتعداها.
د دنیا ګڼ خوندونه الله تعالی خلکو ته د ازمیښت لپاره ښایسته کړي دي، او د دې لپاره چې الله وویني چې څوک یې پر پولو ودرېږي او څوک ترې اوړي. info

• كل نعيم الدنيا ولذاتها قليل زائل، لا يقاس بما في الآخرة من النعيم العظيم الذي لا يزول.
د دنیا ټول نعمتونه او خوندونه لږ او پاتې کېدونکي دي، د آخرت له لویو نعمتونو سره نه برابرېږي. info