Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Rowad Tercüme Merkezi

Sayfa numarası:close

external-link copy
50 : 40

قَالُوْۤا اَوَلَمْ تَكُ تَاْتِیْكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— قَالُوْا بَلٰی ؕ— قَالُوْا فَادْعُوْا ۚ— وَمَا دُعٰٓؤُا الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟۠

هغوى به وايي [ملایک]: آيا قصه دا نه ده؛ چې تاسو ته رسولان په څرګندو دليلونو راتګ کړی و؟ هغوى [کاقران] به وايي ولې نه (راغلي وو) هغوى [ملایک] به وايي: نو (خپله) تاسو يې را وبولئ؛ او نه ده دعا د کاقرانو [په اخرت کې] مګر بې ګټې. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 40

اِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَیَوْمَ یَقُوْمُ الْاَشْهَادُ ۟ۙ

یقینا خامخا موږ د دنيا په ژوند كې هم د خپلو رسولانو او (نورو) مومنانو مرسته كوو او په هغه ورځ هم چې شاهدان دريږي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 40

یَوْمَ لَا یَنْفَعُ الظّٰلِمِیْنَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ ۟

هغه ورځ چې ظالمانو ته به د هغوى عذر غوښتنه (هيڅ) ګټه نه رسوي او هغوى لره به لعنت وي او هغوى لره به ناكاره كور وي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 40

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْهُدٰی وَاَوْرَثْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَ ۟ۙ

قسم دی خامخا په تحقیق سره ورکړې وې موږ موسی علیه السلام ته معجزې او په میراث کې مو ورکړی و بني اسرایلو ته کتاب. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 40

هُدًی وَّذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟

چې هغه د سوچه عقل والاو لپاره لارښوونه او نصيحت و. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 40

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِبْكَارِ ۟

نو صبر كوه، یقینا د الله ژمنه رښتينې ده او د خپلې ګناه بخښنه غواړه او سهار ماښام د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايه. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 40

اِنَّ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ ۙ— اِنْ فِیْ صُدُوْرِهِمْ اِلَّا كِبْرٌ مَّا هُمْ بِبَالِغِیْهِ ۚ— فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟

بېشكه هغه كسان چې د الله په آيتونو كې پرته له كوم دلیل [علم] جګړې كوي، د هغوى په زړونو كې پرته له هغه كبره بل څه نشته چې هغوى ور رسېدونكي نه دي. نو په الله پورې پناه غواړه، يقيناً همغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 40

لَخَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

د آسمانو او ځمكې پيدا كول خامخا د انسانانو له پيدايښته زياته لويه خبره ده خو ډېر خلك نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 40

وَمَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۙ۬— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَلَا الْمُسِیْٓءُ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟

او نه دی برابر ړوند او ليدونكى، او (نه دي برابر) هغه کسان چې ايمان یې راوړى او نیک عملونه یې کړي له بدكاره (سره)، ډېر لږ دي په تاسو کې هغه چې پند اخلي. info
التفاسير: