Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Rowad Tercüme Merkezi

Sayfa numarası:close

external-link copy
41 : 40

وَیٰقَوْمِ مَا لِیْۤ اَدْعُوْكُمْ اِلَی النَّجٰوةِ وَتَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَی النَّارِ ۟ؕ

او ای قومه! څه خبره ده چې زه مو د خلاصون لور ته بولم او تاسو مې اور ته بولئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 40

تَدْعُوْنَنِیْ لِاَكْفُرَ بِاللّٰهِ وَاُشْرِكَ بِهٖ مَا لَیْسَ لِیْ بِهٖ عِلْمٌ ؗ— وَّاَنَا اَدْعُوْكُمْ اِلَی الْعَزِیْزِ الْغَفَّارِ ۟

تاسو مې (دېته) رابولئ چې پر الله كافر شم او هغه څه ورسره شريك كړم چې مارسره يې هيڅ علم نشته او زه مو برلاسي بخښونكي (الله) ته وربولم! info
التفاسير:

external-link copy
43 : 40

لَا جَرَمَ اَنَّمَا تَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَیْهِ لَیْسَ لَهٗ دَعْوَةٌ فِی الدُّنْیَا وَلَا فِی الْاٰخِرَةِ وَاَنَّ مَرَدَّنَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَاَنَّ الْمُسْرِفِیْنَ هُمْ اَصْحٰبُ النَّارِ ۟

يقيني ده چې خامخا تاسو مې كوم شي ته وربولئ هغه لره نه په دنيا كې څه بلنه شته او نه په آخرت كې او دا چې زموږ ورتګ د الله په لوري دى او بېشكه زياتى كوونكي خپله دوزخيان دي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 40

فَسَتَذْكُرُوْنَ مَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ ؕ— وَاُفَوِّضُ اَمْرِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بَصِیْرٌ بِالْعِبَادِ ۟

پس زر دی چې یاد به کړئ هغه څه چې زه یې تاسو ته وایم، او سپارم خپل کار الله تعالی ته، یقینا الله تعالی لیدونکی دی بندګانو خپلو لره. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 40

فَوَقٰىهُ اللّٰهُ سَیِّاٰتِ مَا مَكَرُوْا وَحَاقَ بِاٰلِ فِرْعَوْنَ سُوْٓءُ الْعَذَابِ ۟ۚ

نو الله د هغوى د چلونو له بديو بچ كړ او د فرعون له كورنۍ بد عذاب راچاپېر شو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 40

اَلنَّارُ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا غُدُوًّا وَّعَشِیًّا ۚ— وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ ۫— اَدْخِلُوْۤا اٰلَ فِرْعَوْنَ اَشَدَّ الْعَذَابِ ۟

(يعنې) اور چې هغوى به سهار او ماښام ور وړاندې كول كيږي، او په هغه ورځ چې قيامت شي (حكم به وشي) د فرعون كورنۍ تر ټولو.سخت عذاب ته ننباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 40

وَاِذْ یَتَحَآجُّوْنَ فِی النَّارِ فَیَقُوْلُ الضُّعَفٰٓؤُا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ اَنْتُمْ مُّغْنُوْنَ عَنَّا نَصِیْبًا مِّنَ النَّارِ ۟

او یاد کړه هغه وخت ای مخاطبه کله چې جګړې به کوي په اور كې [کشران او مشران] نو کمزوري به لويانو ته وايي: یقینا موږ خو ستاسو پيروان وو، آيا (اوس) تاسو له موږ څخه د اور څه برخه ايسارولاى شئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 40

قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُلٌّ فِیْهَاۤ اِنَّ اللّٰهَ قَدْ حَكَمَ بَیْنَ الْعِبَادِ ۟

چا چې لويي كړې هغوى به وايي: یقینا موږ ټول پكې يو، بېشكه الله د بندګانو ترمنځ پرېکړه كړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 40

وَقَالَ الَّذِیْنَ فِی النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوْا رَبَّكُمْ یُخَفِّفْ عَنَّا یَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ ۟

او څوك چې په اور كې دي هغوى به د جهنم څوكيدارانو ته ووايي: له خپل ربه مو وغواړئ چې يوه ورځ خو له موږ عذاب سپک كړي. info
التفاسير: